د مصر نوی اساسي قانون "تصویب" شو

د خپريدو وخت: 11:21 گرینویچ - 23 ډسمبر 2012 - 03 مرغومی 1391

په مصر کې د نوي اساسي قانون په اړه د ټول پوښتنې غیر رسمي او لومړنۍ پایلې ښيي چې اساسي قانون تصویب شوی دی

په مصر کې د نوي لانجمن اساسي قانون په اړه د ټولپوښتنې غیر رسمي او لومړنۍ پایلې ښيي چې مصریانو نوی اساسي قانون تصویب کړی دی.

د مصر مطبوعاتو ویلي په سلو کې ۶۳ مصریانو د نوي اساسي قانون په حق کې رایه ورکړې ده.

انتقاد کوونکي وايي د مصر نوی اساسي قانون چې پراخې مظاهرې یې وپارولې، له هغه پاڅون نه چې په پایله کې یې د حسني مبارک رژیم نسکور شو سرغړونه ده.

خو د ولسمشر محمد مرسي اسلامپاله پلویان وايي نوی اساسي قانون به په مصر کې ديموکراسي ډاډمنه او ثبات ټینګ کړي.

تمه ده چې د ټولپوښتنې رسمي پایلې د دوشنبې په ورځ (دسمبر ۲۴) اعلان شي.

که د مصر نوی اساسي قانون تصویب شي، نو په دریو میاشتو کې باید په مصر کې پارلماني ټاکنې وشي.

د درغلیو ادعا

ویل شوي چې د نوي اساسي قانون په اړه په ټولپوښتنه کې د خلکو ګډون په سلو کې ۳۰ و.

مخالفین وايي د ټولپوښتنې په دواړو پړاونو کې درغلۍ شوې دي.

مخالفین د بېلګې په توګه د رایې اچونې د مرکزونو یادونه کوي او وايي د شنبې په ورځ د ټولپوښتنې په دویم پړاو کې د رای اچولو مرکزونه له ټاکلې وخته تر ناوخته پورې پرانیستي وو.

خو د اساسي قانون په اړه په د ټول پوښتنې په دویم پړاو کې په ۱۷ هغو ولایتونو کې هم خلکو خپله رایه کارولې، چې په لومړي پړاو کې یې رایې نه وې اچولې.

د اخوان المسلمین ډله او د ولسمشر مرسي پلویان وايي په دغو ولایتونو کې په سلو کې ۷۰ کسانو د نوي اساسي قانون په پلوي رایه ورکړې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .