ولسمشر پوتین له لومړي وزیر منموهن سنګ سره لیدلي

د خپريدو وخت: 11:25 گرینویچ - دوشنبه 24 ډسمبر 2012 - 04 مرغومی 1391

هند ته له تلو مخکې ولسمشر پوتین ویلي، چې دی غواړي د روسیې او هند تر منځ تر ۲۰۱۵ پورې د خپل منځي سوداګرۍ کچه تر ۲۰ ملیارد ډالره زیاته شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په هند کې د دغه هېواد له لومړي وزیر منموهن سنګ سره لیدلي.

نوموړی د دوشنبې په ورځ د یوې ورځې لپاره نوي ډیلي ته لاړ. روسیې او هند د شاوخوا درې میلیاردو ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو تړون لاسلیک کړ، دغه تړون هند ته د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د سفر پر مهال شوی دی.

ددغې موافقې له مخې چې په نوي ډیلي کې وشوه، روسیه به تر ۷۰ ډېرې پوځي څرخي الوتکې او تر ۴۰ ډېرې جنګي الوتکې هند ته ورکوي.

روسیه ، هند ته یو ستر وسله ورکونکی هېواد دی خو له لویدیځو شرکتونو سره یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت تړونونه له لاسه ورکړي دي.

له ډېرې مودې راهیسې هند له روسیې څخه پوځي تجهیزات رانیسي، خو په دا وروستیو کې هند له امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو سره هم د دفاعي چارو اړوند هوکړې کړې.

هند ته له تلو مخکې ولسمشر پوتین ویلي، چې دی غواړي د روسیې او هند تر منځ تر ۲۰۱۵ پورې د خپل منځي سوداګرۍ کچه تر ۲۰ ملیارد ډالره زیاته شي.

"د دفاعي چارو کارپوهان وايي هند د وسلو ۷۰ سلنه برخه له روسیې څخه رانیسي. روسیه له وسلو سره سره هند ته مهمه تکنالوژي هم ورکوي."

ټاکل شوې وه، چې دواړه مشران به د پلازمېنې ډیلي په انډیا ګیټ سیمه کې حیدراباد بهون نومي ماڼۍ که له یوه بل سره وویني، خو څو ورځې مخکې په ډیلي کې پر یوې نجلۍ له جنسي تېري کېدو وروسته په یاده سیمه کې احتجاجي مظاهرې پیل شوې، چې د امنیتي لاملونو له کبله ولسمشر پوتین له لومړي وزیر منموهن سنګ سره د هغه په کور کې ولیدل.

د دفاعي چارو کارپوهان وايي هند د وسلو ۷۰ سلنه برخه له روسیې څخه رانیسي. روسیه له وسلو سره سره هند ته مهمه تکنالوژي هم ورکوي.

خو په دا وروستیو کلونو کې هند له فرانسې، امریکا او اسراییلو سره هم یو شمېر مهمې او لویې دفاعي هوکړې وکړې. روسي چارواکي اندېښمن دي، چې هسې نه له هند سره د دوی د وسلو په راکړه ورکړه نور هېوادونه برلاسي شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .