بیت لحم کې زرګونو مسیحیانو کریسمس ولمانځه

د خپريدو وخت: 07:23 گرینویچ - سه شنبه 25 ډسمبر 2012 - 05 مرغومی 1391

په بيت لحم کې د بيت المقدس د رومان کاتوليک کليسا مشر د فلسطيني دولت لپاره خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

د نړۍ له ګوټ ګوټ نه زرګونه مسيحي زيارت کوونکي د فلسطين لوېديځې غاړې بيت لحم کې د عيسی عليه السلام زېږېدا لمانځي.

د عيسی عليه السلام زېږېدا پر شپه د لمانځنې مراسم د بيت لحم په مهد کليسا کې ترسره شول.

دغه کليسا چې ۱۷ سوه کاله عمر لري پر هغه ځای جوړه شوې چې باور کېږي عيسی عليه السلام په کې زېږېدلی و.

په بيت لحم کې د بيت المقدس د رومان کاتوليک کليسا مشر د فلسطيني دولت لپاره خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

مسيحي مشر فواد طوال ووي سږ کال به د عيسی عليه السلام د زېږېدا ورځ د فلسطيني دولت له زېږون سره هم مهاله لمانځل کېږي.

ده وويل دغه لار اوږده ده، او يو موټی هلې ځلې غواړي.

دغه مسيحی مشر چې په اردن کې ږېږېدلی، د بيت المقدس له زاړه ښاره يې د لوېدېځې غاړې بيت لحم ښار پر لور يې د سمبوليکو مراسمو مشري کوله، چې د اسرائيلو له لوري جوړ شوي بېلوونکي دېوال او پوستو نه په کې تېرېدل.

بيا يې بيت اللحم ته په رسېدو په انتظار کې زرګونه سيلانيان، زيارتوکوونکي د مسيحي دين کسان ولاړ وو.

مسيحي مشر فواد طوال بيا په مهد کليسا د ډله ييزو مراسمو مشري وکړه. ده وويل ټولو سياستوالو او ښې ارادې څښتنانو ته بلنه ورکوي چې په هوډ سره د سولې لپاره کار وکړي.

په تېر نومبر کې ملګريو ملتونو د فلسطين حالت د نه غړي څارونکي دولت ته لوړ کړ.

اسرائيل چې د امريکا له خوا يې پياوړی ملاتړ کېده، د دغه ګام کلک مخالفت وکړ، او هغه يې د فلسطينيانو يوه داسې مانوره وبلله چې ګنې غواړي له په ټپه ولاړو خبرو ځان تېر کړي.

د مهد کليسا د لوېديځې غاړې داسې يوه سيمه کې ده، چې د فلسطين ادارې له خوا پرې حکومت کېږي.

په همدې مهال په واټيکان کې پاپ بېنېډېکټ ۱۶ په سېنټ پيټرز باسيليکا کې د ګڼو خلکو سره دوديز مراسم ترسره کړل.

پاپ پېنېډېکټ د اسرائيليانو او فلسطينيانو لپاره هم دعا وکړه چې په سوله کې سره ژوند وکړي.

ده په لبنان، سوريه او عراق کې هم د سولې دعا وکړه.

دغه مراسم چې په دوديز ډول د شپې په نيمه کې ترسره کېږي، دوه ساعته مخکې شوي وو، چې د دغه ۸۵ کلن پاپ له ستړيا ډډه وشي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .