د نړۍ ناورینونو سره د برتانوي ډاګټرانو مرسته

د خپريدو وخت: 18:52 گرینویچ - چارشنبه 26 ډسمبر 2012 - 06 مرغومی 1391

هغه روغتيايي کارپوهان چې د مرستې هيله لري کولى شي چې د برتانيا د نړيوالو بيړنيو ټپونو له ادارې سره خپل نومونه وليکي.

د برتانيا حکومت ويلي برتانوي ډاکتران، نرسانې او جراحان به وکولى شي چې نړۍ کې د ناورينونو پرمهال له اړمنو سره مرسته وکړي.

هغه روغتيايي کارپوهان چې بيړنيو حالاتو کې د مرستې هيله لري اوس کولى شي چې د برتانيا د نړيوالو بيړنيو ټپونو له ادارې سره خپل نومونه وليکي.

تمه کېږي چې تر ٢٠١٤ کال پورې ٤٠٠ روغتيايي کارکوونکي نوملېکنه او روزنه ومومي. دغه اعلان د هند په سمندر کې د سونامي د پنځمې کاليزې په ورځ کېږي.

په ٢٠٠٤ کال تر٢٣٠٠٠٠ ډېر کسان هغه مهال مړه شول چې د ېوې زورورې زلزلې له کبله پورته شويو سمندري څپو د څوارلسو هېوادونو سمندري څنډې وځپلې.

د برتانيا د حکومت د دغه پلان د ډاگېزه کولو پرمهال د نړېوالې پرمختيا وزيرې جستين گرينيننگ وويل " دا يوه لاره ده چې برتانيا کولى شي هغه ستونزې و دروي چې ښايي له ولکې ووځي ."

د برتانيا د نړيوالو بيړنيو ټپونو نوم لېکنې اداره د برتانيا د خير ښيگڼې ديوې موسسې له لوري په ٢٠١١ کال کې رامنځ ته شوه او وار له مخه يې د ډاکترانو د ډلې غړي هيټي ، لبيا او تونس کې ځاى په ځاى شوي دي.

د ميرمن گرينيننگ د نړيوالې پرمختيا او روغتيا ادارو نړۍ کې له ناورين ځپلو سيمو سره د مرستې په موخه په رسمي توگه نوم لېکنه پيل کړې ده.

هغې وويل "په دې لړ کې دوى د روغتياپالو پوهانو، په ځانگړي توگه ډاکترانو، نرسانو او جراحانو په لټه کې دي"

د برتانيا د روغتيايي خيرښيگڼې د موسسې يوه پروفيسور توني ريډ مونډ وويل خپله دغه نوملېکنه د نړۍ له هغو خلکو سره چې ناورينونو کې ځپل کېږي د مرستې په برخه کې يوه مهم گام دى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .