مصر کې د ټولپوښتنې رسمي پایلې اعلان شوې

د خپريدو وخت: 08:40 گرینویچ - چارشنبه 26 ډسمبر 2012 - 06 مرغومی 1391

ټولټال ۶۳ اعشاریه اته سلنه رایې ورکوونکو د دسمبر په ۱۵ او ۲۲ نېټو تر سره شوې رایې اچونه کې د (هو) ځواب ورکړ.

وروسته له هغه چې مصريانو د نوي اساسي قانون ټولپوښتنې ته پرېکنده مثبته رايه ورکړه په راتلونکو دوو مياشتو کې دننه به پارلماني ټاکنې ترسره شي.

ولسمشر محمد مرسي دغه لانجمن سند وروسته له هغه لاسليک کړ چې د ټاکنو چارواکو اعلان وکړ، دوه پر درې برخو رايه ورکوونکو دغه قانون خوښ کړی دی.

په دغه ټولپوښتنه کې د رايو ورکوونکو يوازې دريمې برخې ګډون کړی و.

ټولټال ۶۳ اعشاریه اته سلنه رایې ورکوونکو د دسمبر په ۱۵ او ۲۲ نېټو تر سره شوې رایې اچونه کې ټولپوښتنې ته (هو) وویل.

د مصر د ټاکنو کمېسیون د دولتي ټيلویزیون النیل په وسیله مخامخ پایلې اعلان کړې.

نیوکه کونکي وايي نوی اساسي قانون له هغه انقلاب سره د خیانت په معانا دی، چې په پایله کې یې د حسني مبارک حکومت نسکور شو.

"د مصر د ټاکنو کمېسیون مشر سمیر عبدالمطیع قاهره کې خبري غونډې ته وویل، چې له ۵۲ ملیونه مصري رایې ورکوونکو څخه ۳۲ اعشاریه نهه سلنه کسانو په دې ټولپوښتنه کې برخه واخیسته."

نوي قانون په مصر کې د مخالفينو مظاهرې راوپارولې، چې ټينګار کوي دا يوه اسلامي اجنډا ده، خو ولسمشر مرسي او ملاتړي يې وايي دا به مصر ته ثبات راولي.

د مصر د ټاکنو کمېسیون مشر سمیر عبدالمطیع قاهره کې خبري غونډې ته وویل، چې له ۵۲ ملیونه مصري رایې ورکوونکو څخه ۳۲ اعشاریه نهه سلنه کسانو په دې ټولپوښتنه کې برخه واخیسته.

نوموړي د مخالفو ګوندونو هغه تورونه رد کړل، چې ګواکې په ځینو سیمو کې جعلي څارونکو د رایې اچونې څارنه کړې. دا د مخالفو ګوندونو د لویې ټلوالې له خوا د رایې اچونې په هر بهیر کې له لګېدلو تورونو څخه یو و.

مخالفین پر ولسمشر مرسي تور لګوي، چې نوموړی غواړي داسې یو اساسي قانون تصویب کړي، چې د اسلام پالو ملاتړ کوي او په کې د ښځو او عیسوي مصریانو حقونه په بشپړه توګه خوندې نه دي. د مصر ۱۰ سلنه وګړي عیسویان دي.

د ټاکنو د پایلو له اعلانه سمدلاسه وروسته مخالفینو د قاهرې پر پلونو خنډونه جوړ کړل او د ګاډو د تګ راتګ لارې یې وتړلې.

د ولسمشر محمد مرسي له خوا ویل شوي، چې په ازاد ډول له ټاکل کېدو وروسته د نوموړي مسوولیت دادی، چې خپل منځي واټن له منځه یوسي او د باور فضا رامنځ ته کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .