قزاقستان کې الوتکې غورځېدو له امله ۲۷ کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 07:53 گرینویچ - چارشنبه 26 ډسمبر 2012 - 06 مرغومی 1391

په وژل شويو کسانو کې د سرحدي خدمتونو لنډمهاله مشر ترگان بیگ ستامبیکوف هم شامل دى.

رپوټونو کې ویل شوي، چې قزاقستان کې یوه پوځي الوتکه غورځېدلې، چې لوړ پوړي امنیتي کسان په کې وژل شوي.

د چارواکو په وینا الوتکه جنوبي ښار شمقند ته نژدې د پېښې ښکار شوه، چې له امله یې په کې ناست ټول ۲۷ کسان ووژل شول.

د یوه ځايي مرستندویه سازمان مسوولینو ریا خبري اژانس ته ویلي، چې الوتکه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

غورځېدلې الوتکې د پولې ساتونکي ځواک چارواکي لېږدول، چې د پېښې ښکار شوه.

په وژل شويو کسانو کې د سرحدي خدمتونو لنډمهاله مشر ترگان بیگ ستامبیکوف هم شامل دى.

د کي ټي کي ټیلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې الوتکه له ځايي وخت سره سم ماښام اووه بجې پرشمقند هوايي ډګر د کوزېدو پر مهال د راډار له مخه الونیا شوه.

شمقند د قزاقستان په جنوب کې لوی ښار دی او له پلازمېنې تاشقند څخه ۱۲۰ کیلومتره لېرې پروت دی.

عیني شاهدانو کي ټي کي ته ویلي، چې الوتکه له اته سوه متره لوړوالي وغورځېده، چې له امله یې درنه چاودنه وشوه.

"عیني شاهدانو کي ټي کي ته ویلي، چې الوتکه له اته سوه متره لوړوالي وغورځېده، چې له امله یې درنه چاودنه وشوه."

یوه ځايي اوسېدونکي ویلي، چې د الوتکې غورځېدو په ځای کې اور ولګېد او د پوځیانو خولۍ هر لور ته پرتې وې.

خبریالانو کي ټي کي ته ویلي، چې الوتکه د شمقند له هوايي ډګره ۲۰ کیلومتره لېرې وغورځیده او هلته هوا ډېره خرابه وه.

قزاقستان کې د بېړنیو مرستو ځايي مشر ریا ته ویلي، چې د مرستې رسولو فعالیتونو ته هېڅ اړتیا نه شته، ځکه هلته یوازې ټوټې پاتې دي.

د قزاقستان د ملي امنیت کمیټې په یوه بیانیه کې ویل شوي، چې په الوتکه کې ۲۰ پوځیان او د الوتکې اووه کارکوونکي او پیلوټان ناست وو.

انټرفاکس قزاقستان ویلي، چې د ډګروال ستامبیکوف د یوه مرستیال په ګډون یو شمېر ځايي کوماندو پوځیان په غورځېدلې الوتکه کې موجود وو او الوتکه له استانې څخه شمقند ته پر لار وه.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .