محمد مرسي: مصر نوي پړاو ته ورسېد

د خپريدو وخت: 06:04 گرینویچ - پنجشنبه 27 ډسمبر 2012 - 07 مرغومی 1391

ښاغلي مرسي وویل پوهیږي چې یو شمېر خلکو د اساسي قانون په اړه په ټول پوښتنه کې د (نه) رایه وکاروله خو په وینا یې دا هم د یوې سالمې او دیموکراتې ټولنې څرګندویه ده.

د مصر ولسمشر محمد مرسي وايي هېواد یې یوه نوي پړاو ته ننوتی او د یوه خوندې او باثباته مرحلې پر لور ګامونه اخلي.

نوموړي دغه خبره د مصر ولس ته په یوې تیلویزیوني وینا کې له هغه وروسته وکړه چې مصریانو په ټول پوښتنه کې نوی اساسي قانون تصویب کړ.

ښاغلي مرسي خپل ولس ته په وینا کې د نوي اساسي قانون په اړه وویل" ټولو مصریانو ته، تاسو مهربانه خلکو ته، ښځو او نارینه وو ته وایم چې موږ نن دلته د نوي اساسي قانون د لمانځلو په خاطر ولاړ یو. دا یوه تاریخي ورځ ده. مصر او مصریان اوس یو ازاد اساسي قانون لري. دا اساسي قانون د کوم پاچا له خوا نه دی راغلی، د کوم ولسمشر یا اشغالګر له خوا نه دی نافذ شوی بلکې دا اساسي قانون مصریانو په خپله خوښه جوړ کړی دی."

"دا اساسي قانون د کوم پاچا له خوا نه دی راغلی، د کوم ولسمشر یا اشغالګر له خوا نه دی نافذ شوی بلکې دا اساسي قانون مصریانو په خپله خوښه جوړ کړی دی."

محمد مرسي

دغه راز ښاغلي مرسي وویل پوهیږي چې یو شمېر خلکو د اساسي قانون په اړه په ټول پوښتنه کې د (نه) رایه وکاروله خو په وینا یې دا هم د یوې سالمې او دیموکراتې ټولنې څرګندویه ده.

هغه پر ټولو سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې د مصر په خاطر د وړاندې تګ لپاره د خبرو لاره غوره کړي.

"د دې لپاره چې خپله ټولنه جوړه کړو باید موږ ټول یوځای شو او د یو ځای کېدو لپاره خبرې اترې ضروري دي. له خبرو پرته بله لار نه لرو. په راتلونکي وخت کې موږ ټول په همدې چوکاټ کې د ملي یووالي پر موضوع خبرې غواړو."

د مصر ولسمشر د هېواد د اقتصاد یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د اقتصادي ودې لپاره به نوې پروژې پیل کړي.

اوس چې مصریانو نوی اساسي قانون تصویب کړی باید په دوو میاشتو کې دننه پارلماني انتخابات ترسره شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .