هند: د جنسي تېري ښکار مېرمن سنګاپور ته ولېږدول شوه

د خپريدو وخت: 10:49 گرینویچ - پنجشنبه 27 ډسمبر 2012 - 07 مرغومی 1391

یو شمېر احتجاج کوونکو ویل د حکومت دا ژمنه، چې مجرمانو ته به د عمري زندان سزا ورکړي، بسنه نه کوي، دوی د پېښې د مجرمانو لپاره د مرګ د سزا غوښتنه کوله.

هندي چارواکي وايي هغه مېرمن د درملنې لپاره سنګاپور ته لېږدول شوې، چې په نوي ډیلي کې د ډله ییز جنسي تېري ښکار شوې وه.

ځايي چارواکي وايي ۲۳ کلنه مېرمن یوه ځانګړي روغتون ته لېږدول شوې، چې په احتمالي ډول به یې د بدن د ځینو غړو د بدلون لپاره جراحي عملیات وشي.

له نوموړې مېرمن سره اوس هم د ماشین په وسیله په ساه اخیستو کې مرسته کېږي. د دسمیبر په ۱۶ نیټه د دې پېښې له رامنځ ته کېدو وروسته په هند کې په پراخه کچه احتجاجونه پیل شول، چې په ترڅ کې یو پولیس ووژل شو.

د متقاعد قاضي اوشامهر په مشرتابه د ځايي چارواکو له لوري په دې موضوع کې د غفلت په اړه څېړنه پیل شوې. تر اوسه شپږ کسان نیول شوي او دوه پولیسان له دندې ګوښه شوي دي.

د ډیلي په روغتون کې درې ځله د یادې مېرمنې جراحي عملیات شوي.

پریس ټرسټ اف انډیا د مشر ډاکټر بي ډي اتايي له قوله ویلي، چې له دې وروسته به د نوموړې مېرمنې درملنه د سنګاپور په ماونټ الزیبت روغتون کې وشي.

ډاکټر اتايي ویلي، چې د نوموړې مېرمنې د کورنۍ غړي هم له هغې سره سنګاپور ته تللي، ځکه داسې احتمال شته، چې د هغې د درملنې موده اوږده شي.

پرون د دې پېښې په غبرګون کې د قهریدلو مظاهرو زور لږ شو او پولیسو تړل شوي سړکونه او میټرو تم ځایونه پرانیستل.

"د ډله ییز جنسي تېري دغه پېښه د ډسمبر په ۱۶ ماخوستن شاوخوا نهه بجې هغه مهال وشوه، چې یاده مېرمن او ملګری یې یوه ښاري بس ته وختل."

یو شمېر احتجاج کوونکو ویل د حکومت دا ژمنه، چې مجرمانو ته به د عمري زندان سزا ورکړي، بسنه نه کوي، دوی د پېښې د مجرمانو لپاره د مرګ د سزا غوښتنه کوله.

ځايي چارواکو په ډیلي ښار کې د ښځو د خوندیتوب لپاره یو شمېر ګامونه پورته کړي، چې په دې لړ کې شپې مهال د پولیسو ګزمې زیاتول، د بسونو د چلوونکو څارنه او د بسونو پر هندارو د پردو ځوړندولو منع کول شامل دي.

د ډله ییز جنسي تېري دغه پېښه د ډسمبر په ۱۶ ماخوستن شاوخوا نهه بجې هغه مهال وشوه، چې یاده مېرمن او ملګری یې یوه ښاري بس ته وختل.

په بس کې یو شمېر ناستو کسانو له یادې مېرمنې سره زور زیاتی وکړ او پر یادې مېرمنې له ډله ییز جنسي تېري وروسته یې هغه او د هغې ملګری له راون ګاډي بهر ته وغورځول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .