احمدي نژاد د روغتیا وزیره لرې کړه

د خپريدو وخت: 06:40 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391
مرضیه واحد دستجردي

ویل کېږي، چې دغې ښځینه وزیرې څه موده وړاندې په تهران کې د طب پوهنتون د رییس باقر لاریجاني د استعفا پرسر ژور اختلاف درلود.

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد له خپلې کابینې نه یوازینې ښځینه د روغتیا وزیره له دندې ګوښه کړې ده.

په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي چې ولې مرضیه واحد دستجردي له دندې ګوښه شوې.

هغې څو ورځې وړاندې د نړیوالو بندیزونو پروړاندې د حکومت پر چلند نیوکه کړې وه او ویلي و چې د درملو له کمښت سره مخامخ دي. هغې ویلي و چې د بندیزونو له امله به د درملو بیه لوړه شي خو ولسمشر احمدي نژاد وايي هیڅ څوک نه شي کولای چې په ایران کې د درملو بیه لوړه کړي.

ډاکټره مرضیه واحد دستجردي په (نهه اویام) ۱۹۷۹ کال په ایران کې له انقلاب راهیسې یوازېنۍ ښځینه وزیره وه.

د نوموړې پرځای محمد حسن طریقت د سرپرست وزیر په توګه نومول شوی دی.

د ایران خبري رسنۍ وايي، ښاغلي احمدي نژاد پخپل فرمان کې لیکلي چې: "د ایران د اساسي قانون له مخې، محمد حسن طریقت د روغتیا د سرپرست وزیر په توګه ټاکم."

نوموړي د مرضیې د لیرې کېدو په اړه کومه څرګنده اشاره نه ده کړې.

خو لږ وروسته د ولسمشرۍ پر رسمي وېبپاڼې له آغلې دستجردي د مننه کولو خبر خپور شو.

ویل کېږي، چې دغې ښځینه وزیرې څه موده وړاندې په تهران کې د طب پوهنتون د رییس باقر لاریجاني د استعفا پرسر ژور اختلاف درلود.

د ایران د قضايي قوې او شورا د رییس صادق لاریجاني ورور باقر لاریجاني دوې اوونۍ مخکې استعفا وکړه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .