د ډله ییز جنسي تېري قرباني شوې نجلۍ 'ځان وژلی'

د خپريدو وخت: 10:40 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391

پر دغې نجلۍ د هند شمالي ولایت پنجاب په دیوالي سیمه کې د مراسمو پرمهال جنسي تېری شوی و.

په هندوستان کې هغې ۱۷ کلنې نجلۍ زهر خوړلي او ځان یې وژلی، چې تېره میاشت پرې ډله ییز جنسي تېری شوی و.

راپورونه وايي، پولیسو قرباني شوې نجلۍ ته ویلي وو، چې د پېښې په اړه چوپه خوله پاتې شي.

دا پېښه داسې مهال شوې، چې څو ورځې مخکې په نوي ډیلي کې پر یوې ۲۳ مېرمن په یوه ګاډي کې ډله ییز جنسي تېری شوی و، چې د ګڼو خلکو غوسې یې راوپارولې.

امنیتي سرچینوا او د ۱۷ کلنې نجلۍ کورنۍ ویلي، د تېرې چارشنبې پر ماښام یې د نجلۍ مړی موندلی چې ښکاري زهر یې خوړلي دي.

پر دغې نجلۍ د هند شمالي ولایت پنجاب په دیوالي سیمه کې د مراسمو پرمهال جنسي تېری شوی و.

که څه هم پر هغې هېڅ کوم یو تېری کوونکی ونه نیول شو، خو دوه سړي او یوه ښځه تېره پنجشنبه په دې قضیه کې د لاس لرلو په تور ونیول شول.

د پولیسو سیمه ییز مشر ویلي، قرباني شوې نجلۍ پولیسو ته ډېره هڅه کړې، چې خپل غږ او شکایت ور ورسوي، خو پولیس افسرانو په دې پېښه کې د پلټنو مخه نیولې ده.

یوه پولیس دغې نجلۍ ته ویلي، چې نوره یې د تاڼې مخې ته ونه ویني او ددې پېښې په اړه هېڅ شکایت ونه کړي.

خو د قرباني شوې نجلۍ یوې خور یوه هندي تلوېزیون ته ویلي، ښکاري چې پولیسو له مجرمینو سره کومه مالي معامله کړې وي او یا دا چې کوم یوه یې د واده ژمنه ورسره کړې وي، خو نجلۍ په پای کې د زهرو خوړلو ته اړ شوې ده.

په پېښه کې د نورو پلټنو او تحقیقاتو لپاره یو پولیس نیول شوی او د دویم دنده ځنډول شوې ده.

د ویلو ده چې تېر کال په هند کې د جرم ۹۰ سلنه سختې پېښې ثبت شوې، چې ټول ټال په کې ۲۵۶ زره پېښې رسماً ثبت شوې اوپه ګڼو کې یې ښځې قرباني شوې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .