په لسو کالو کې ۲۴۰ اسراییلي پوځيانو ځانونه وژلي

د خپريدو وخت: 08:51 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391

ویل کېږي، چې د هر پوځي تر انتحار وروسته پېښه ثبت او څېړنه یې پیل شوې ده، او د لاملونو په اړه یې پوځي پولیسو او پوځ هر اړخیزه پلټنه کړې ده.

د اسراییلي پوځ د پټو شمېرو له مخې، په تېرو لسو کلونو کې ۲۴۰ اسراییلي پوځيانو خپل ځانونه وژلي، چې په دې سره هر کال ۲۴ پوځيانو ځانوژنه کړې ده.

دا شمېرې وروسته تر هغه په ډاګه شوې، چې یوه اسراییلي بلاګ جوړوونکي دغه شمېره تر هغه ډېره وښوده، چې اسراییلي پوځ یې اعلان کړی و.

بلاګ لیکونکی وايي، داسې شواهد لري، چې تر رسمي خپرو شوو شمېرو ډېرو زیاتو اسراییلي پوځيانو ځانونه وژلي دي.

د اسراییلو استخباراتي ادارې په دې وروستیو کې یو اسراییلی بلاګ جوړوونکی په دې تور ونیو، چې ګني دغه شمېرې یې له کومه کړې دي.

دغه سړي ته یې دا ګواښ هم کړی، چې نور دا ډول معلومات خپاره نه کړي؛ ځکه چې دغې شمېرې په اسراییلو کې د ځانوژونکو پوځيانو په اړه سخت اندېښنې راټوکولې وې.

د اسراییلو "هارټس" ورځپانې د ځینو پوځي سرچینو په حواله ویلي، چې "په وروستیو کلونو کې د ځان وژونکو پوځيانو شمېر راټيټ شوی دی."

دغې ورځپاڼې ویلي، چې په ۲۰۰۵ کال کې ۳۶ اسراییلي پوځيانو، په ۲۰۰۶ کې ۲۸ او په ۲۰۰۷ کې ۱۸ پوځيانو ځانونه وژلي دي.

خو وايي چې په ۲۰۰۸ کال کې دغه شمېره ۲۲ ته وختله، او بیا په ۲۰۰۹ کې ۲۱ کسانو ته راټيټه شوه، او بیا په ۲۰۱۰ کې ۲۷ ته جګه شوه، خو تېر ۲۰۱۱ کال بیا دغه شمېره ۲۱ وه.

ورځپاڼې دې ته هم شاره کړې، چې د ۱۹۰۰ او ۲۰۰۰ کلونو ترمنځ د پوځيانو د ځانوژنې په تړاو پلټنې وښوده، چې هرکال ۴۰ پوځيانو ځانونه وژلي دي.

په اسراییلي پوځ کې د پوځيانو د ځانوژنې د پېښو کمښت ګڼ عوامل ښودل شوي، چې مهم په کې د پوځ په بېلابېلو څانګو کې د عصبي ناروغیو د متخصصو څارونکو افسرانو ګمارل ښودل شوي.

خو تر دې مخکې په ۲۰۰۳ کال د "معاریف" په نامه اسراییلۍ ورځپاڼې دغې موضوع ته اشاره کړې وه.

"یوې پوځي سرچینې ویلي، دا چې د ځانوژونکو پوځيانو کورنۍ تر ډېره ټینګار کړی، چې د اولاد وژنې ته یې د ځانوژنې توری ونه کارول شي، پوځ هم هڅه کړې ده، چې دا پېښې تر خپله وسه پټې وساتي."

ورځپاڼې ویلي وو، چې "ځانوژنې ته مخه کول د اسراییلي پوځيانو د مړینې لوی لامل دی، داسې چې په دغه کال [۲۰۰۳] کې ۴۳ پوځيانو ځانونه وژلي، خو پوځ دا شمېره ۳۷ ښودلې ده."

دا هغه شمېره ده، چې په دغه کال په جګړو او نښتو کې د وژ شوو پوځيانو پر شمېر اوړي.

ویل کېږي، چې د هر پوځي تر انتحار وروسته پېښه ثبت او څېړنه یې پیل شوې ده، او د لاملونو په اړه یې پوځي پولیسو او پوځ هر اړخیزه پلټنه کړې ده.

یوې پوځي سرچینې ویلي، دا چې د ځانوژونکو پوځيانو کورنیو تر ډېره ټینګار کړی، چې د اولاد وژنې ته یې د ځانوژنې توری ونه کارول شي، پوځ هم هڅه کړې ده، چې دا پېښې تر خپله وسه پټې وساتي.

وايي همدا لامل دی، چې د ګڼو وژل شوو پوځيانو پېښې په رسمي توګه نه دي اعلان شوې.

خو د تېرې ۹۰ لسیزې په لومړیو کې د اسراییلي پوځ د عصبي ناروغیو د څانګې مشر پروفیسر اوي بلېیر وايي چې "د ځانوژنې موضوع تل موجوده وه، خو دغه یې اصلي لامل نه شي کېدلی، خو له یوه کاله بل ته یې توپیر کړی دی، هر کال چارواکو او پوځ دې موضوع ته جدي پام کړی چې له منځه یووړل شي."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .