د ''ټایټانیک'' فلم اتلې درېیم میړه وکړ

د خپريدو وخت: 07:12 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391

دغه واده ته یوازې د ګوتو په شمار بلل شوي کسان ورغلي وو.

برتانوۍ فلمي ستورې کیت وینسلټ په نیویارک کې له نید روکنرول سره واده وکړ.

د هغې یوه ویاند ویلي، چې دا د ۳۷ کلنې وینسلټ درېیم میړه دی.

کیت وینسلټ په مشهور "ټایټانیک" فلم کې لوبېدلې، چې نړیوال شهرت ته یې ځان رسولی دی.

او روکنرول د میلیاردر ریچرډ برانسن خوریی دی.

وینسلټ مخکې له جیم تریپلیټن سام مینډز سره واده کړی و.

له دغه میړه د نوموړې د میا په نامه یوه لور پیدا شوې وه.

راپور وايي "د واده مراسم په نیویارک ښار کې په پټه وشول، یوازې د ګوتو په شمار بلل شوي کسان دغه واده ته ورغلي وو، چې د ناوې مور او پلار هم په کې وو."

د برتانیا "سن" ورځپانې ویلي، چې یوناردو دکابریو، چې له ۱۹۹۷ کال راهیسې یې د ټایټانیک فلم د تصویر له وخته د هغې نژدې ملګری و، نوموړې د واده تر مراسمو پورې ملګری و، او نید روکنرول ته یې وسپارله.''

وینسلټ په ۲۰۰۸ کال د "ده ریډر The reader" فلم په برکت د غوره لوبغاړي د "اوسکار" جایزه وګټله.

د هغې ۳۴ کلن درېیم میړه نید روکنرول د خپل ماما ریچرډ برانسن د "ویرجین ګالټیک" په نامه شرکت کې کار کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .