بېرلېسکوني طلاقې شوې ته هرکال ۳۶ میلیون یورو ورکوي

د خپريدو وخت: 06:29 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391

بېرلېسکوني له لاریو سره په ۱۹۹۰ کال کې واده وکړ.

راپورونه وايي چې د ایټالیا مخکني لومړي وزیر سېلویو بېرلېسکوني منلې ده، چې خپلې مخکنۍ ښځې ویرونیکا لاریو ته به هر کال ۳۶ میلیون یورو ورکوي.

دواړو د کریسمس په ورځ د طلاق موافقه وکړه.

آغلې لاریو په ۲۰۰۹ کال وروسته تر هغه بېرلېسکوني پرېښود، چې د یوې ۱۸ کلنې نجلۍ د زوکړې په مراسمو کې راڅرګند شو.

په تېر مارچ کې، د امریکا فوربس مجلې د بېرلېسکوني شتمنۍ نژدې شپږ میلیارد ډالر اټکل کړې وه.

ورځپاڼې دا هم ویلي وو، چې ۵۶ کلنه لاریو د هر راتلونکي کال لپاره له بېرلېسکوني د ۵۶ میلیون ډالرو غوښتنه کړې وه.

خو مخکې بېرلېسکوني یوازې پنځه میلیون ډالر منلي وو.

دواړه (میړه او ښځه) په ۱۹۸۰ کال د کالیو د بدلولو په یوه خونه کې سره یوځای شول.

خو مینه یې په میلانو ښار کې سره پیدا شوه.

بېرلېسکوني له لاریو سره په ۱۹۹۰ کال کې واده وکړ.

له بېرلېسکوني ددغې لومړۍ ښځې دوه ماشومان پیدا شول.

بېرلېسکوني تر جګړې وروسته د ایټالیا لومړی وزیر پاتې شوی، چې د تېر ۲۰۱۱ کال په نومبر کې یې استعفا وکړه.

بېرلېسکوني ویلي چې د راتلونکي ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې به بیا د لومړي وزیر څوکۍ ته ځان کاندید کړي.

بېرلېسکوني دا کوژده څو میاشتې وروسته تر هغه وکړه، چې یوې مغربۍ نڅاګرې "روبي" پر نوموړي د جنسي تېري تور ولګاوه.

اقتصادپوهان وايي، چې د بېرلېسکوني د واکمنۍ پرمهال ایټالیا له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ شوه، او هر کال یې د پورونو کچه دوه اعشاریه شپږ تریلیون ډېره شوه.

همداشان، نوموړی د ځینو جنسي تېریو او مالي فساد کې تورن دی.

په تېر اکتوبر کې د میلانو یوې محکمې د مالیو د تښتونې په تور د څلورو کلونو د بند پرېکړه وکړه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .