فرانسې د مالیې لوړه کچه رد کړه

د خپريدو وخت: 04:42 گرینویچ - 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

د سوسيالېست حکومت دغې تگلارې سوداگر قهرولي او ځينو يې آن له هېواده د وتلو هوډ څرگند کړى و.

په فرانسه کې د اساسي قانون شورا د ٧٥ سلنې ماليې لوړه کچه چې سوسيالېست ولسمشر فرانسوا اولاند ټاکلې وه، رد کړه.

پر هغو وگړو د ماليې لوړول چې په کال کې تر يو ميليون يورو ډېره گټه لري، د ښاغلي اولاند د تگلارو په سر کې راتلل.

شورا وايي دا ډول ماليه د اساسي قانون خلاف ده، پر دې نه چې ډېره لوړه ده، بلکه له دې امله چې د کورنيو تر منځ نا برابري رامنځته کوي.

په فرانسه کې ماليه کې پر کورنيو لگېږي، خو د ماليو نوې کچه د هغو وگړو لپاره ده چې تر يو ميليون يورو ډېرې گټي.

ددې مانا دا ده چې په هغه کورنۍ کې چې دوه غړي يې هر يو تر دغې پولې يو څه ټيټه کلنۍ گټه ولري، دومره لوړه ماليه به نه ورکوي.

خو که په بله کورنۍ کې د گټې وټې يو کس وي او د هغه کلنى عايد تر دغې پولې واوړي، چې بيا به هم د هغه بلې فرضي کورنۍ تر گټې چې په ټوليز ډول نژدې دوه ميليونه کېږي، لږه وي، د لوړې ماليې ورکولو ته به اړ وي.

د سوسيالېست حکومت دغې تگلارې سوداگر قهرولي او ځينو يې آن له هېواده د وتلو هوډ څرگند کړى و.

د اساسي قانون د شورا پرېکړې حکومت پيکه کړى او اوس وايي چې د ماليې پر دغه طرحه به چې په ٢٠١٣ کال کې نافذيږي، له سره کار وکړي چې د شورا شکايتونه لېري شي.

ډېر اټکل دادى چې حکومت به له خپلو مدافع وکيلانو وغواړي چې د بودجې اړونده برخه له سره وټاکي. د حکومت په باور د ٧٥ سلنې ماليې اصل تر پوښتنې لاندې نه دى راغلى.

صدراعظم ژان ماغک اېغو وويل چې حکومت به يې د ماليې د نوې کچې پر عملي کېدو لا هم زور اچوي.

کتونکي باور لري چې د لوړې ماليې دغې کچې يوازې سيمبوليکه بڼه درلوده، ځکه چې يوازې پر ١٥٠٠ کسانو راتله او هغه هم يوازې د دوو کلو لپاره.

خو په ټوله کې د ماليو له نورو موضوعگانو سره په گډه، دا په فرانسه کې د تودو بحثونو موضوع گرځېدلې ده.

ولسمشر اولاند د دولتي لگښتونو کمېدل چې په ډېرو اروپايي هېوادو کې د اقتصادي کړکېچ د مخنيوي لپاره غوره شوې تگلاره ده، غندلي او ويلي يې و چې د بودجوي کسر د کمښت لپاره د لگښتونو د کمولو پر ځاى ښه داده چې په ځينو برخو کې ماليې لوړې شي.

د لوړې گټې د څښتنانو لپاره د ٧٥ سلنې ماليې موضوع د بل کال په بودجه کې په پام کې نيول شوې او په سپټمبر کې پارلمان تاييد کړې وه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .