''د صدام په وژلو کې د اسراییلو ناکامه دسیسه''

د خپريدو وخت: 06:15 گرینویچ - 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

له برتانیا خپرېدونکې ورځپانې 'سنډې ټایمز' د یکشنبې په ورځ (دسمبر ۳۰)، د اسراییلو په تل ابیب کې په دې وروستیو کې "د صدام په وژلو کې د اسراییلو ناکامه دسیسه" په نامه د کتاب خپرېدو ته اشاره کړې ده.

په کتاب کې په لومړي ځل د اسراییلو له لوري د عراق د مخکني ولسمشر صدام حسین د وژلو په اړه تفصیلي معلومات راغونډ شوي.

کتاب وايي اسراییلو هڅه کوله، چې په ۱۹۹۲ کال کې صدام حسین د خپل یوه دوست په جنازه کې ووژني.

"سنډې ټایمز" ورځپاڼه وايي: "دغه کتاب وروسته تر هغه خپور شو، چې د صدام حسین د وژلو لپاره پنځه ځانګړي اسراییلي افسران ددې کار لپاره ګمارل شوي وو، چې پنځه واړه ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول."

د هغه وخت اسراییلي لومړي وزیر اسحق رابین ددغې دسیسې د نه ترسره کولو امر وکړ، ځکه چې د وژنې لپاره ګمارل شوي پوځيان یې ووژل شول او صدام حسین هغې جنازې ته ورنغی.

د عمري ازینهایم له لوري دغه لیکل شوی کتاب دې ته اشاره کوي، چې د ځانګړو اسراییلي ځواکونو ۲۲ کسیزه ډله باید د ښځو په جامو کې هغې جنازې ته رسېدلې وای، چې صدام حسین په کې ګډون کړی و.

دوی ته امر شوی و، چې جنازې ته د صدام حسین په رسېدو سره باید دغه ګمارل شوي پوځيان نورو ګمارل شویو پوځیانو ته پټ خبر ورکړي.

بلې ډلې پر صدام حسین د زغرو ضد توغندیو توغولو او د صدام حسین د وژلو دنده لرله.

که چېرې دوی صدام حسین وژلی وای، باید له سیمې یې پښې سپکې کړې وای، او ټول په یوه سیمه کې سره یوځای شوي وای او بیا د دوو "سیکورسکي" چورلکو په مټ اسراییلو ته ستانه شوي وای.

یوه بله ډله بیا د جنازې پرمهال پر صدام حسین د وسلو د برید لپاره ګمارل شوې وه، چې ښځې هم په کې وې.

دا ډله له توغندیز برید د صدام حسین د ژغورل کېدو په صورت کې دغې دندې ته ګمارل شوې وه، چې عصري وسلې هم ورکړل شوې وې.

دوی باید د صدام سر غوڅ کړی وای او تل ابیب ته یې ورسره وړی وای، خو داسې ونه شول.

کتاب زیاتوي، د وژنې دغه دسیسه هغه مهال له ناکامۍ سره مخامخ شوه، چې موساد ته داسې بېړنی خبر ورغی، چې د صدام حسین تره خیرالله طلفاح مړ شوی او په تکریت کې یې صدام حسین باید د خپلې کورنۍ اړونده هدیره کې جنازې ته ورشي.

همدا وو، چې نوموړی د خپل تره جنازې ته ورغی، او دا بله جنازه یې پرېښوده.

د تمرین په وروستۍ دوره کې اسراییلي پوځيان پخپلو کې سره ونښتل، پر یو او بل یې د صدام حسین د وژلو لپاره ځانګړي شوي توغندني وویشتل، همدا وو چې ملګرو پوځيانو خپل پنځه ملګري ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.

کتاب د یوه عیني شاهد له خولې لیکي چې "د دغې دسیسې مشر باراک د توغندیو ویشتلو هک پک کړ، نارې یې کړې چې "خدایه! دا څه وشول! "، باراک کټ مټ خپل دغه توري اسحق رابین ته هم وویل، اسحق رابین په دې کار سخت په غوسه شوی و، خو خبره یې تربته کړه."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .