د جنسي تېري قرباني نجلۍ جسد هند ته ورسېد

د خپريدو وخت: 11:48 گرینویچ - 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

د ډیلي اعلی وزیرې شیلا ډکشټ دغه پېښه د ټول هېواد لپاره شرمونکې پېښه بللې، نوموړې له مظاهره کوونکو سره د خبرو اترو هڅه وکړه، خو مظاهره کوونکو انکار وکړ.

د هند په پلازمېنه ډیلي کې د هغې نجلۍ د مړینې وروستي مراسم تر سره شول، چې په یوه ښاري بس کې پرې ډله ییز جنسي تېری شوی و.

د تېري ښکار ۲۳ کلنې نجلۍ، چې پېژندګلوي یې پټه ساتل شوې، د شنبې په سهار د سنګاپور په ماونټ الزیبت روغتون کې ساه ورکړه.

د دې نجلۍ جسد د یکشنبې په سهار له سنګاپوره په یوه ځانګړې الوتکه کې نوي ډیلي ته ولېږدول شو.

د خبري اژانسونو په وینا د ډیلي ښار په جنوبي دوارکا سیمه کې اور ته د جسد له سپارلو مخکې د یادې نجلۍ وروستي مراسم تر سره شول.

د خبري اژانسونو په رپوټ کې ویل شوي، چې ډیلي ته د جسد راوړنکې الوتکې د رسېدو پر مهال د هند لومړی وزیر منموهن سنګ هم په هوايي ډګر کې موجود و.

د ډسمبر په ۱۶ نېټه وژل شوې نجلۍ په یوه روان ښاري بس کې د ډله ییز جنسي تېري ښکار شوه او له هغه وروسته یې د ډیلي په صفدر جنګ روغتون کې درملنه کېده. خو د ډسمبر په ۲۶ نېټه د نورې درملنې لپاره سنګاپور ته ولېږدول شوه.

د سنګاپور په ماونټ الزیبت روغتون کې د نوموړې نجلۍ له مړینې وروسته د هند په پلازمېنه ډیلي کې احتجاجي مظاهرې پیل شوې.

د یکشنبې په سهار هم د ډیلي په مرکزي او مهمو سیمو کې ډېر امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي وو او د انډیا ګیټ سیمې ته غځېدلې ټولې لارې تړل شوې، خو د جنتر منتر په سیمه کې اوس هم خلک موجود دي.

پولیسو د ډله ییز جنسي تېري د تورنو کسانو پر ضد د قتل په دوسیه کې هم څېړنه پیل کړې.

"د یوې مور او ښځې په صفت د خلکو په غم او غوسه پوهیږم، کومو کسانو چې د دې پېښې په اړه غږ پورته کړی، ډاډ ورکوم، چې غږ مو اورېدل شوی او مبارزه به مو په اوبو نه لاهو کېږي."

سونیا ګاندي

د هند لومړي وزیر منموهن سنګ د ۲۳ کلنې محصلې په مړینه خواشینې څرګنده کړې، د نوموړي په خبره حکومت یې د مېرمنو د امنیت خوندیتوب لپاره د یو لړ نورو ګامونو په پورته کولو غور کوي.

نوموړي له سیاسي ګوندونو او نورو کسانو هیله وکړه، چې د مېرمنو د خوندیتوب په لړ کې حکومت ته وړاندیزونه ورکړي.

بل لور ته د انډین نیشنل کانګریس ګوند مشرې سونیا ګاندي ویلي، چې "د یوې مور او ښځې په صفت د خلکو په غم او غوسه پوهیږي، کومو کسانو چې د دې پېښې په اړه غږ پورته کړی، ډاډ ورکوم، چې غږ مو اورېدل شوی او مبارزه به مو په اوبو نه لاهو کېږي."

نوموړې له دې مخکې ویلي و "دې پېښې زموږ هوډ نور هم پیاوړی کړ، چې د مېرمنو د خوندیتوب لپاره په سیسټم کې اصلاحات رامنځ ته کړو. د هغې په وینا موږ به هڅه وکړو، چې د پېښې عاملین ژر تر ژره د خپل عمل سزا وویني"

په ډیلي کې د بي بي سي خبریال په خپل رپوټ کې ویلي، چې د جنتر منتر په سیمه کې نژدې ۴۰۰۰ کسان راټول شوي. د مظاهرو یوه ګډونوال وویل، ډیلي کې د مېرمنو د خوندیتوب لپاره د حکومت تدبیرونه نیمګړي دي.

د نوموړي په خبره د ۲۳ کلنې محصلې له وژل کېدو وروسته په ټول هند کې خلک خواشیني دي او په ځانګړې توګه ښځې قهرېدلې.

په مظاهرو کې شریکو کسانو یو بینر په لاسونو کې نیولی و، چې پرې لیکل شوي و( موږ ستاسې دروغجن احساسات اوخواخوږي نه غواړو، بلکې سملاسي انصاف ته اړتیا لرو)

د ډیلي اعلی وزیرې شیلا ډکشټ دغه پېښه د ټول هېواد لپاره شرمونکې پېښه بللې، نوموړې له مظاهره کوونکو سره د خبرو اترو هڅه وکړه، خو مظاهره کوونکو انکار وکړ.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .