پاکستان کې پر یو ټیوب بیا بندیز ولګېد

د خپريدو وخت: 06:47 گرینویچ - 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

پاکستان کې د روان کال د سپتمبر په ۱۸ له هغه وروسته پر یو ټیوب بندیز ولګېد، چې د اسلام د پیغمبر (ص) په ضد له سپکاوي ډک فلم نندارې ته وړاندې شو او په پاکستان کې یې په اړه پراخ احتجاجونه پیل شول.

د پاکستان لومړي وزیر راجا پرویز اشرف په خپل هېواد کې د یوټیوب ویب پاڼې د پرانیستلو په اړه خپل جاري کړی امر بېرته واخیست.

له دې سره په پاکستان کې د یوټیوب ویبپاڼه یو ځل بیا وتړله شوه. په تېرو درې نيمو مياشتو کې چې يو ټيوب په پاکستان کې بند دى، مينه والو يې بيا بيا د دغې پرېکړې خلاف غږونه پورته کړي دي.

مخالفان وايي چې د پاڼې د بندولو لومړني دليل اوس خپل ارزښت بايللى او له ډېرو خلکو د اسلام د سپکوونکي فلم نکل هېر شوى دى.

"د کراچۍ چاپ ټرېبيون آنلاين ورځپاڼې په خپله وروستۍ گڼه کې دغه بنديز د واک لوبه بللې او له هغه سره يې د مخالفت غوښتنه کړې ده. "

د جمعې په ورځ ( ډسمبر ۲۸ ) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ادعا وکړه، چې پاکستان کې به یو ټیوب ویبپاڼه په ۲۴ ساعتونو کې فعاله شي، نوموړي په دې اړه د یوه امر جاري کېدو یادونه هم کړې وه، چې له جاري کېدو سمدستې وروسته بېرته واخیستل شو.

پاکستان کې د روان کال د سپتمبر په ۱۸ له هغه وروسته پر یو ټیوب بندیز ولګېد، چې د اسلام د پیغمبر (ص) په ضد له سپکاوي ډک فلم نندارې ته وړاندې شو او په پاکستان کې یې په اړه پراخ احتجاجونه پیل شول.

د کراچۍ چاپ ټرېبيون آنلاين ورځپاڼې په خپله وروستۍ گڼه کې دغه بنديز د واک لوبه بللې او له هغه سره يې د مخالفت غوښتنه کړې ده.

په گاونډي افغانستان کې هم د يو ټيوب پاڼه په ورته دليل نژدې له هماغه مهاله بنده ده. سره له دې چې د اطلاعاتو اوکلتور وزير تېره مياشت په ټينگار د هغې د پرانیستلو غوښتنه وکړه، خو د سانسور ادارو لا دغه کار ندى کړى.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .