۲۰۱۲ په نړۍ کې د خبریالانو لپاره خونړی کال و

د خپريدو وخت: 12:13 گرینویچ - سه شنبه 01 جنوري 2013 - 12 مرغومی 1391

تر ټولو ناوړه پېښه د ''سنډې ټایمز'' ورځپاڼې د خبریالې ماري کولوین وه، چې په تېره فبرورۍ کې سوریه کې ووژل شوه.

د برتانیا 'ګارډین' ورځپانې ویلي، چې په تېر ۲۰۱۲ کال کې د نړۍ ۱۲۱ خبریالان وژل شوي دي.

دغې ورځپاڼې د خبریالانو د نړیوالې اتحادیې په حواله ویلي، چې د ۲۰۱۲ کال له پیله تر اوسه پورې په نړۍ کې تر ۱۲۰ خبریالان او یا په رسنیو کې ښکېل کسان وژل شوي دي.

د خبریالانو لپاره تېر کال سوریه ډېر خونړی ځای بلل شوی دی.

راپور وايي، دغه خبریالان د شخړو په سیمو کې په بمونو، چاودنو او قصدي وژنو کې وژل شوي دي.

راپور د ۲۰۱۱ کال د راپور په پرتله په تېر ۲۰۱۲ کال کې د خبریالانو په وژنه کې ۱۳ سلنه ډېروالی په ګوته کوي، حال دا چې په ۲۰۱۰ کال کې ۹۴ خبریالان وژل شوي وو او دا شمېره په ۲۰۰۹ کې ۱۱۳ وه.

یوازې په سوریه کې تېر کال ۳۵ خبریالان وژل شو.

تر ټولو ناوړه پېښه د ''سنډې ټایمز'' ورځپاڼې د خبریالې ماري کولوین وه، چې په تېره فبرورۍ کې سوریه کې ووژل شوه.

بیا وروسته، سومالیا د خبریالانو لپاره تر ټولو بد ځای یاد شوی، چې تر اوسه هلته ۱۸ خبریالان وژل شوي.

مکسیکو او پاکستان هم د خبریالانو لپاره یو خطرناک ځای ګڼل شوی.

خو عراق او فلپین کې بیا پنځه خبریالان وژل شوي.

د خبریالانو د نړیوالې اتحادیې کلنی راپور کاږي، چې په ګڼو سیمو کې خبریالان د اوسېدو په ځایونو کې په نښه شوي دي.

ددغې اتحادیې مشر جیم بوملا ویلي ''په ۲۰۱۲ کال کې حکومتونو یوازې په خوله د خبریالانو ملاتړ اعلان کړی، خو د هغوی ژوند ته یې هېڅ پام نه دی کړی. او هر وخت د وژنو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.''

جیم زیاتوي، چې ملګري ملتونه او د نړۍ حکومته باید د خبریالانو د خونديتوب لپاره ډېر څه وکړي.

وړاندې، د افغانستان د رسنیو د څار ادارې په کلني راپور کې راغلي وو، چې سږکال په افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۶۹ پېښې ثبت شوې دي.

ددغه راپور له مخې په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې دوه خبریالان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

ددغې ادارې مشر مجیب خلوتګر وايي له خبریالانو سره د تاوتریخوالي زیاتره پېښې د دولتي کارکوونکو له خوا شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .