د امریکا مشرانو جرګې د مالیې مهم سند تصویب کړ

د خپريدو وخت: 07:53 گرینویچ - سه شنبه 01 جنوري 2013 - 12 مرغومی 1391
سپینه ماڼۍ

ولسمشر بارک اوباما ویلي، چې ډېر ژر به له "مالي مخ پر ځوړ" حالته د امریکا د ژغورنې لپاره یوې پرېکړې ته ورسېږي.

د امریکا مشرانو جرګې د مالیو د لوړېدو د مخنیوي لپاره یو مهم سند تصویب کړی، چې له څو ورځو راهیسې یې پر هوکړه خبرې روانې وې.

په امریکايي اداره کې یوې سرچینې ویلي، چې د جمهوریت غوښتونکو او دیموکراتانو مشرانو له "اقتصادي ممکنه مخ پر ځوړ" حالته د امریکا د ژغورنې لپاره یوې پرېکړې ته رسېدلي دي.

داسې نښې نښانې لیدل کېږي چې د امریکا حکومت او د مشرانو جرګې جمهوري غوښتونکي به یوه جوړجاړي ته ورسېږي، چې په دې توګه له ژور مالي بحران سره د امریکا له مخامخ کېدو مخه ونیسي.

هغه څه چې له امله به یې په امریکا کې مالیې په اتوماتیک ډول پورته شي او لګښتونه به کم شي چې له امله یې دغه هېواد د اقتصادي ځوړتیا سره مخامخ کېدای شي.

دیموکرات سناتورانو جوړجاړي ته چمتووالی ښوولی او په دې توګه به کانګرس هم دغه جوړجاړی سیمه ییز وخت تر نیمې شپې د مخه تصویب کولای شي.

خو په دې اړه جمهوري غوښتونکو په ولسي جرګه کې هېڅ نه دي ویلي، هغوی وړاندې ویلي و د وړاندیزونو د مطالعې لپاره نور وخت ته اړتیا لري.

د بي بي سي یو خبریال وايي، که په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې یو جوړجاړی وشي، دا ځنډول به لږ اغېز ولري.

د مشرانو جرګې ډېری دیموکراتو غړو، تر دوه ساعته خبرو وروسته، د ممکنه مالي کړکېچ د رامنځ ته کېدو لپاره د وروستۍ پرېکړې لپاره ضرب الاجل ټاکلی دی.

مخکې په امریکا کې یوې سرچینې ویلي وو، سپینه ماڼۍ د تېرې دوشنبې پر ماښام له جمهوریت غوښتونکو سره یوې هوکړې ته رسېدلې ده.

رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله ویلي، د مشرانو جرګې د ډېرکیو دموکراتانو مشر هاري ریډ او سناتورې نانسي پیلوسي دواړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

خو د هوکړې په اړه نو جزییات نه دي ډاګیزه شوي.

بارک اوباما

ولسمشر بارک اوباما ویلي وو، چې ډېر ژر به له "مالي مخ پر ځوړ" حالته د امریکا د ژغورنې لپاره یوې پرېکړې ته ورسېږي.

جمهوریت غوښتونکي سناتور جان مکین مخکې ویلي وو، چې د دموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو د مشرانو ترمنځ هوکړې ته لږترلږه دوه میاشتې وخت ته اړتیا ده.

مکین دا هم ویلي وو، چې دا مهال په امریکا کې سناتوران د بې کارۍ د کچې راټيټولو لپاره پر یوه پلان کار کوي.

ولسمشر بارک اوباما ویلي، چې ډېر ژر به له "مالي مخ پر ځوړ" حالته د امریکا د ژغورنې لپاره یوې پرېکړې ته ورسېږي.

په تېر نومبر کې د دویم ځل لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته په خپل لومړي خبري کنفرانس کې باراک اوباما وویل، چې د بودیجې د بحران کابو کولو لپاره اړینه ده، چې شتمن امریکایان زیات ټیکس ورکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .