د نړۍ ستره ګالاري چې څوک ورتلی نه شي

د خپريدو وخت: 18:32 گرینویچ - چارشنبه 02 جنوري 2013 - 13 مرغومی 1391

دغسې يو "آزاد بندر" د جېنېوا په صنعتي سيمه کې يوه ودانۍ ده چې له بهر نه پيکه برېښي او عادي زېرمه تون ته ورته ده.

له اقتصادي کړکېچ نه که نور ډېر زيانونه اوښتي، په جينېوا کې يې د ښکلو هنرو زېرمه تون په بېساري ډول غوړولى دى. کله چې اقتصاد په ځوړ وي، نو پانگوونکي د خپلو پيسو د خوندي کولو لپاره په دوديز ډول نا دودو څيزونوته مخه کوي.

سرۀ ښايي يو دا ډول خوندي او آزمايل شوى څيز وي، خو ښکلي هنرونه، په وروستيو کلونو کې په داسې ډول چې پخوا يې سارى نه دى ليدل شوى، نغدې پيسې ځانته ورڅکوي.

تېر کال د نژدې اويا ميلياردو ډالرو په ارزښت ښکلي هنري آثار پلورل شوي او د بازار د څارونکو په وينا په تېره لسيزه کې هنر په زياتېدونکي ډول د صنعتي محصولاتو ځاى نيولى دى.

د هنر د پېر او پلور غوړېدنې، د هغو موسساتو بازار هم تود کړى چې "آزاد بندرونه" نومېږي او دا هغه ځايونه دي چې هر څه په کې ساتل کېږي، له غنمو نيولې تر سرو زرو او تر هنري آثارو پورې.

دا هرڅه دلته زېرمه کېږي او خوندي ساتل کېږي. او تر هغو چې دغسې د زېرمې حالت لري، له محصول او گمرکي تعرفې خلاص وي.

دغسې يو "آزاد بندر" د جېنېوا په صنعتي سيمه کې يوه ودانۍ ده چې له بهر نه پيکه برېښي او عادي زېرمه تون ته ورته ده.

خو دننه چې ورشې نو ويل کېږي چې د نړۍ د ښکلو هنرونو دومره لويه زېرمه په کې خوندي شوې چې په بل يوه ځاى کې يې هم سارى نه شته.

خو د دغو آثارو په اړه ټيک معلومات نه شي تر لاسه کېداى، ځکه چې نه يې د زېرمه تون څښتنان خوله پرانيزي او نه د گمرک چارواکي لېواله دي چې څه ووايي.

د هنر د پېر او پلور غوړېدنې، د هغو موسساتو بازار هم تود کړى چې "آزاد بندرونه" نومېږي

اټکل دى چې د نامتو انځورگر پيکاسو نژدې درې سوه تابلوگانې به دلته ساتل شوې وي.

ويل کېږي چې د دغو انځورونو ډېره برخه د نحمد په نامه يوې نا پېژندلې کورنۍ پورې اړه لري چې دا نيمه پېړۍ يې يوازې د هنري آثار په پېر او پلور پيسې گټلې دي.

د هنر هغه ټوټې چې دا کورنۍ يې څښتنه ده، ډېرې لږې چا ليدلي، خو د څيوريخ د ښکلو هنرونو موزيم دې ته راماته کړه چې ځينې بېلگې يې په ٢٠١١ کال کې نندارې ته راوباسي.

د نحمد کورنۍ د يوه غړي له خولې ويل شوي چې "مونېت او پيکاسو لکه د مايکروسافټ او کوکاکولا په څېر دي"، مانا دا چې په هغو کې پانگونه د ډېرو کلونو لپاره بېخطره ده.

او دا هغه نظر دى چې ډېرئ هغه پانگوال هم ورته رامات شوي چې نړيوالې سوړبازارۍ ځپلي دي.

هغوى چې د ښکلو هنرونو پر گرانبيه توکو پيسې بندوي، نو پخپله يې په سترگو نه ويني، پر دېوال يې نه راځړوي، په "آزادو بندرو" کې يې خوندي ساتي. د هنري آثارو دلال سايمن سټډر، په خپله هنري زېرمه کې له امپريوسيونېست هنر نه نيولې ته اوسمهالي پېر پورې آثار په "آزادو بندرو" کې راټولوي. خو دى وايي چې نه دى او نه يې هم مشتريان، هنري آثار د پانگونې لپاره پېري:

"زما پېرونکي دغه آثار په خپلو کورو کې راځړوي. دوى غواړي چې د ليدو وړ يې کړي. دوى يې له هنر سره د مينې لپاره اخلي، نه د پانگونې لپاره."

په هنري بازار کې دې غوړېدنې د "آزادو بندرونو" غوړېدو ته هم لاره هواره کړېده. د ساري په توگه، په جېنېوا کې د زېرمه تون ودانۍ لس زره مربع متره نوره هم پراخه شوې چې بل کال به پرانستل شي. دغه ډول بندرونه لگيا دى په لوکزامبورگ او سنگاپور کې هم راغوړېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .