پر موټر سایکل د ښځو پر سپرېدو بندیز لګول شوی

د خپريدو وخت: 05:04 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی 1391

ښاروال وايي د نوې مقررې له مخې به ښځینه سپرلۍ اجازه ولري چې یوازې پر څنګ د نارینه وو شاته کیني.

د اندونیزیا د اچې ولایت په یوه ښار کې چې اسلامي شریعت په کې نافذ دی، ښځو ته امر شوی دی چې د نارینه موټرسایکل چلوونکو تر شا دې پرڅوکۍ داسې نه کیني چې پښې دواړو خواوو ته واړوي.

د لوک سیوماوې Lhokseumawe ښاروال سوایدي یحی Suaidi Yahya وايي دا کار د هغه څه په نیت شوی چې یې د خلکو د اخلاقو او چلند خوندي ساتل وبالل.

حکومتي ودانیو او استوګنو ته تبلیغاتي پاڼې وراستول شوي چې له دغې نوې مقررې یې خبر کړي.

اچې د اندونیزیا یوازېنی ولایت دی چې شریعت په کې پلی کېږي.

ښاروال وايي د نوې مقررې له مخې به ښځینه سپرلۍ اجازه ولري چې یوازې پر څنګ د نارینه وو شاته کیني، ځکه د موټرسایکل د څوکۍ دواړو خواوو ته د پښو اچول له اسلامي ارزښتونو سره سمون نه لري.

ځايي حکومت به په یوه میاشت کې دا نوې مقرره وارزوي او بیا کېدی شي په یوهه ضمني قانون واوړي.

کله چې له ښاروال سوایدي څخه وپوښتل شول چې ایا هغو ښځو ته به چې له دې قانون څخه سرغړاوی کوي سزا ورکړل شي، په ځواب کې یې وویل، څرګنده ده چې کله دا مقرره په قانون بدله شي، سرغړونکو ته به سزا ورکړل شي.

یو شمېر مسلمانو فعالینو پر دغه کار سختې نیوکې کړې دي.

دوی وايي د اسلام په هېڅ ځای کې نه دي راغلي چې ښځه دې څنګه پر موټرسایکل سپره شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .