ناټو وايي ترکیه کې یې پېټریوټ توغندي 'دفاعي' دي

د خپريدو وخت: 04:35 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391

پتريوټ توغندي کولى شي چې له جنگي الوتکو او توغنديو سره مقابله وکړي

د امريکا پوځ وايي ترکيه کې يې د پېتريوټ توغنديو د اړوندو وسايلو ځاى په ځاى کولو لاس پورې کړى دى.

ترکيې د تېرکال په وروستيو کې له ناټو د هوايي دفاع د سيستم غوښتنه وکړه چې د هېواد جنوب کې له سوريې سره د خپلو پولو دفاع پرې ټينگه کړې.

د ٢٠١٢ کال د اکتوبر په مياشت کې پنځه ترکان هغه مها ل ووژل شول، چې له سوريې نه د هاوانو يوه ويشتل شوې گولۍ يې پر خاورې پرېوته.

له استانبوله جيمز رينولدزله پخپل راپور کې وايي:

ترکيې له خپل متحد ناټو نه د مرستې غوښتنه وکړه او اوس دغه مرسته ورروانه ده.

اروپا کې د امريکايي ځواکونونو قومانداني وايي پرسونل او اړونده وسايل د ترکيې جنوب کې د انسرلک هوايي اډې په رسېدو دي.

دا د امريکايانو او ترکانو گډه پوځي اډه ده.

نور وسايل به د سمندرله لار ې ولېږدول شي.

د امريکا متحده ايالاتونه په پام کې لري چې څلور سوه پوځيان او پوځيانې دغلته ځاى په ځاى کړي چې د پتريوټ توغنديو دوه بټرۍ وچلوي.

دوى وايي راتلونکو څو اوونيو کې به دغه بټرۍ فعاليت ته چمتو شي.

جرمني او هالند هم هوکړه چې د پتريوټ توغنديو دوه دوه بټرۍ ترکيه کې ځاى په ځاى کړي، او اټکل کېږي چې د راتلونکې اوونۍ په پيل کې د اړونده وسايلو په لېږدولو لاس پورې کړي.

ناټو وايي پتريوټ توغندي ځاى په ځاى کوي چې د ترکيې له هوايي حريمه دفاع او ساتنه وکړي.

سازمان ټينگار لري چې ددغو توغنديو ځاى په ځاى کوونه دفاعي موخې لري او دا سوريه کې د نه الوت د سيمې د رامنځ ته کولو لپاره کومه پيلامه نه ده.

پتريوټ توغندي کولى شي چې له جنگي الوتکو او توغنديو سره مقابله وکړي، خو په وروستيو مياشتو کې ترکيې ته تر ټولو لوى گواښ د هاوانو د هغو ډانگه يي شويوگوليو نه ورپېښ دى چې د سوريې له خاورې ويشتل کېږي.

ځکه نو د پوځي چارو يو شمېرکارپوهان په دې باور دي چې د پتريوټ توغنديو ځاى په ځاى کول تر ډېره سمبوليکه بڼه لري، نه عملي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .