"جنسي تېري تورن سیاستوال دې له وړتیاو بې برخې شي"

د خپريدو وخت: 15:59 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391

د هند سترې محکمې يوه غوښتنه رد کړې چې پر جنسي جرمونو تورنو سياستوالو د بې وړتيا کولو په اړه ترې شوې وه.

په داسې حال کې چې په هند کې تېره مياشت پر يوې ۲۳ کلنې زده کوونکې ډله ييز جنسي تېري پر سر، چې بيا د خپلو ټپونو له امله مړه شوه، احتجاجونه روان دي، د دغه هېواد حکومت ژمنه کړې چې د ښځو پر وړاندې ټولو جرمونو سره په تړاو به د وسپنيز ګوزار ګامونه اخلي.

خو فشار اوس پر سياسي ګوندونو په زياتېدو دی، چې پر جنسي تېري او د ښځو پر وړاندې جرمونو تورن خپل پارلماني غړي له وړتياوو بې برخې کړي.

په نوي ډلي کې د بي بي سي خبريال انډرو نارت وايي د ډيلي ډله ييز جنسي تېري قضيې پر وړاندې غصې اوس جدي بڼه غوره کړې او د اغېز رڼا يې د هندوانو ژوند پر هر اړخ وړانګې غوړوي.

اوس دا خبرې را برسېره کېږي چې څه د پاسه ۴۰ سياستوال د ښخو پر وړاندې جرمونو له تورونو سره مخامخ دي.

د دوی ترمنځ يې ۶ تنه پر جنسي تېري تورن بلل کېږي، چې ډېری يې د ځايي شوراګانو غړي دي، خو په ملي اسمبلۍ يا پارلمان کې هم دوه تنه د ښځو پر وړاندې پر جرمونو تورن شوي دي.

دغه معلومات چې د ډېموکراټيکو اصلاحاتو ټولنې په نامه د حقونو مبارزې يوې ډلې له خوا ورکړل شوي، په ځانګړی ډول پر هغو ځانګړيو اعلاميو ولاړ دي چې سياستوال يې له خپلو ټاکنو مخکې ورکوي. په بله مانا دا چې خپلې څېرې په ښه ډول وښيي.

دغه سياستوال کېدی شي ان محکوم شوي هم وي، خو د هند قانون په سيوري کې تر هغه چې پر خپلو قضيو د بيا غور غوښتنه کولی شي، بيا هم دندې ترسره کولی شي.

د خپلو اړيکو او تماسونو سره دوی دا ډاډمنولی شي چې قضيې يې هر څومره اوږده موده چې شونې وي وغځېږي.

د هند سترې محکمې يوه غوښتنه رد کړې چې پر جنسي جرمونو تورنو سياستوالو د بې وړتيا کولو په اړه ترې شوې وه، او ويلي يې دي چې دا يې له قضايي واګو وتلې خبره ه وه.

همدغې محکمې ته دا هم ويل شوي چې د هند ملي او سيمه ييزو جرګو نژدې ۵ زره استازيو درېيمه برخه د ورته جرمونو پر سره له تورنو سره مخامخ دي.

د حقونو مبارزې ډلې يو وياند ويلي دوی له کلونو راهيسې له سياسي ګوندونو غوښتل چې ځانونه له دننه اصلاح کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .