زړه جاکارتا او بیا رغونې ننګونې

د خپريدو وخت: 18:35 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391

جاکارتا د ژوند لپاره د مځکې پر مخ تر ټولو يو نامناسب ځای بلل شوی دی.

دغه ښار ناپاک، له اندازې زيات ګڼې ګوڼې، او ګڼ مېشت سيمه ده، خو د تېرو څو کلونو په پرتله اوس مهال لا زيات سيلانيان ورځي.

دا هم ځکه چې د سوداګرۍ او سيلانۍ فعاليتونه په کې زيات شوي دي.

په يوه داسې هڅه کې چې دغه ښار لا نور جذبوونکی او وربلونکی کړي، حکومت اوس غواړي د جاکارتا پخوانۍ برخه بيا ژوندۍ کړي، چې يو وخت د هالنډي ښکېلاکي واکمنۍ زړه بلل کېده.

دا يو وخت په سيمه کې د سوداګرۍ او پېر او پلور مرکز بلل کېده، او د ۱۶ مې پېړۍ اروپايي ملاحانو يا بېړۍ چولوونکيو د اسيا مرغلره بللې وه.

خو نن کوټاټوا چې د جاکارتا پخوانۍ برخه ده له ځلېدونکې سوداګريزې برخې لرې ده چې يو وخت وه.

زړې ودانۍ چې څېرې يې زيانمنې شوې ښکاري پر سړکونو کتار دي، له اوږدې مودې راهيسې پرېښودل شوې، داسې چې ان ونې يې له دننه پورته شوې دي.

خو داسې پلانونه په نظر کې نيول شوي چې له مخې يې د جاکارتا دغه زړه سيمه بيا راژوندۍ شي او د اندونيزيا په وېنېس بدله شي.

ګاټوټ نور ساتي د زړې جاکارتا ادارې مشر دی. دی غواړي د ښار دغه برخه بيا راژوندۍ کړي، خو دا مني چې دا يو اسانه کار نه دی.

"په دې پروژه کې تر ټولو ستره ننګونه د خلکو قانع کول دي چې زموږ د پلانونو ملاتړ وکړي. موږ بايد له خوړو پلورونکيو نيولې تر هغو خلکو چې دلته اوسېږي، هر يو وهڅوو چې د خپلې روغتيا ساتنې معيارونه لوړ کړي او د دغې سيمي پاکوالي ته پام وکړي. که خلک زموږ د موخو ملاتړ ونه کړي، نو حکومت يې يوازې نه شي کولی."

د اندونيزيا حکومت د زړې جارکاتا بدلون په ۲۰۱۳ کال کې له خپلو لومړيتوبونو بللی، خو دا يوه ګران بيه او پېچلې پروژه ده.

د دغه هېواد د سيلانۍ چارو وزيره ماري پانګېسټو وايي پروژه کې بايد حکومت او نور شتمن سره شريک شي:

"دا به د يوې اندازې پيسو لګښت غواړي. نو ځکه دا مسئله که يوازې حکومت ته پرېښودل شي، نو ښکاره خبره ده چې حکومت يې پانګه نه شي پوره کولی. نو څه چې بايد وشي، په يو ډول بايد عامه او خصوصي شراکت وشي. مطلب مې دا دی، څه چې فکر ته راځي د لندن په څېر چاره ده، چې يو شمېر پخوانۍ سيمې يې په کې بيا ژوندۍ کړې او بيا د پنځوونکو صنعتونو، موسيقۍ او تياتر په يو رښتينې مر کز اوښتې دي."

سونډا کېلاپا په ښار کې يو لرغونی ثابت ځای دی، لا تر اوسه په کې ځينې بېړۍ شته چې له دغه ځايه تګ راتګ کوي.

خو د ښار دغه برخه په له منځه تلو ده، او که په نژدې وخت کې بيا راژوندۍ نه شي، د زړې جاکارتا ټول څه چې پاتې و، يوازې په يادونو کې وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .