بشارالاسد مخالفین د لوېديځ ''ګوډاګیان'' وبلل

د خپريدو وخت: 07:47 گرینویچ - 06 جنوري 2013 - 17 مرغومی 1391

دا د تېر کال له جولای میاشتې راهیسې د بشارالاسد لومړنۍ وینا ده.

په داسې حال کې چې د سوري پاڅون له پیله نژدې دوه کاله تېرېدونکي دي، د سوریې ولسمشر بشارالاسد نن (یکشنبه/ جنوري شپږمه) ولس ته وینا وکړه.

ولسمشر بشارالاسد په یوې بیسارې وینا کې ویلي د سوریانو دنده ده چې د هېواد دښمنانو ته ماتې ورکړي.

هغه وویل دښمنان د نورو هېوادونو د خبري رسنیو درواغو ادعاوو په وسیلې ورغلي دي.

ده وویل چې مخالفین یې د لوېديځ 'ګوډاګیان' دي.

هغه په ښارونو کې وروستي بېرحمانه بریدونه ترهګر عملونه وبلل او زیاتوي دغو دښمنانو وویل چې د بدلون لپاره جنګیږي خو د دوی کړنې انقلاب او بدلونه ته ورته نه دي.

بشارالاسد داسې مهال وینا کوي، چې د سوریې پلازمېنه دمشق کې د سختو جګړو خبرونه ورکړل شوي دي.

دا د تېر کال له جولای میاشتې راهیسې د بشارالاسد لومړنۍ وینا ده.

په تېر نومبر کې هم هغه ته یوه وینا منسوبه شوې وه.

نوموړي له یوه روسي تلوېزیون سره په خبرو کې ویلي وو، چې په سوریه کې به اوسېږي او همالته به مري.

د هغه تر وروستۍ وینا وروسته، سوري مخالفینو د سوریې پر ځینو شمالي سیمو کنټرول ټینګ کړی، چې په لړ کې یې یوه شورا هم جوړه کړې، چې د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې په رسمیت هم پېژندلې ده.

خو ټلواله هڅه کوي، چې د پلازمېنې دشمق په ګډون، له سوري ځواکونو نورې سیمې هم ونیسي.

جګړه

تېره ورځ (شنبه/ جنوري پنځمه) د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې د دمشق په جنوب او نورو سیمو کې د سختې خبر ورکړی و.

خو په مقابل کې یې (سانا) ویلي وو، چې پوځ ځینې ''ترهګر'' وژلي ددوی پټن ځایونه یې ویجاړ کړي او ګڼې وسلې یې په دمشق، ادلب او حلب کې نیولې دي.

خو بي بي سي ته دغه راپورونه کومې خپلواکې سرچینې تایید نه کړل.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۱۱ له مارچ میاشتې د پاڅون له پیلېدا راهیسې په سوریه کې تر ۶۰ زرو ډېر خلک وژل شوي.

تر اوسه د نړیوالو له لوري په دغه هېواد کې د سولې په تړاو خبرو او هڅو هېڅ نتیجه نه ده ورکړې.

سوریې ته د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې استازي احضر ابراهیمي هڅه کوله، چې د انتقالي حکومت د رامنځ ته کېدو لپاره یو پلان جوړ او په اړه یې کانفرانس جوړ شي.

خو د ابراهیمي په دې پلان کې د ولسمشر بشارالاسد د برخلیک په اړه هېڅ دریځ نه دی په ډاګه شوی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .