امریکا کې تر ټولو ډېره پلورل کېدونکې سندریزه ټولګه

د خپريدو وخت: 13:47 گرینویچ - 06 جنوري 2013 - 17 مرغومی 1391

د ۲۰۱۲ په اکتوبر کې د هغې کره لومړی ماشوم هم وزېږېد.

د برتانوي سندرغاړې اډیلې د سندرو ټولګې ( ۲۱) د دویم کال لپاره هم د امریکا په متحده ایالاتو کې تر ټولو ډېر پلور درلود.

د دغې سندریزې ټولګې، چې (رولنګ ان دا ډیپ) او (ریومر هیز ایټ) غوندې په زړه پورې سندرې په کې شاملې دي، څه د پاسه څلور میلیونه کاپیانې تېر کال وپلورل شوې او وړم کال یې پنځه میلیونه اته سوه زره کاپیانې پلورل شوې وې.

له ۱۹۹۱راهیسې، چې (نیلسن ساونډ سکین) امریکا کې د سندریزو ټولګو د پلور ریکارډ ساتي، لومړی ځل دی، چې یوه ټولګه پرله پسې دوه کاله تر ټولو ډېر پېرودونکي لري.

امریکا کې تر ټولو ډېر پلورل کېدونکې څلور ټولګې د برتانوي سندرغاړو دي، چې د برتانیا د ځوانو سندرغاړو د ډلې (ون ډایرکشن) لومړۍ ټولګه (اپ ال نایټ) دریمه او د همدې ډلې دویمه ټولګه (ټیک مې هوم) په پنځم مقام کې وه.

د (ممفورډ اینډ سنز) سندریزې ټولګې (بیبل) څلورم مقام تر لاسه کړ. د امریکايي سندرغاړې ټېلر سوفټ ټولګې (ریډ) دویم ځای خپل کړ، چې یوازې د دوو میاشتو په موده کې یې له درې میلیونو ډېرې کاپیانې وپلورل شوې.

له دې مخکې د اډیلې ټولګه ۲۱ په برتانیا کې د پلور له پلوه په څلورم مقام کې وه، چې له دې مخکې په دغه ځای د (اویسز) هنري ډلې ټولګې (مورنګ ګلورې) خپل کړی و.

د هغو معلوماتو له مخې، چې له (افیشل چارټس کمپنۍ) څخه تر لاسه شوي، که ۵۰۰ زره کاپیانې یې نورې وپلورل شي، نو اډیلې به دریم مقام تر لاسه کړي، چې دا مهال له (ایبا) سره دی.

د هغو معلوماتو له مخې، چې له (افیشل چارټس کمپنۍ) څخه تر لاسه شوي، که ۵۰۰ زره کاپیانې یې نورې وپلورل شي، نو اډیلې به دریم مقام تر لاسه کړي، چې دا مهال له (ایبا) سره دی.

د ۲۰۱۲ په اوږدو کې همدې ټولګې د مایکل جیکسن د ټولګې (تهرلر) د ډېر پلور ریکارډ هم شاته پرېښود.

د ۲۰۱۱ د کرسمس پر مهال دغه ټولګه د ایمي واین هاوس د ټولګې (بیک ټو بلیک) نه هم ډېره وپلورل شوه او په دې ډول یې په ۱۱ پېړۍ کې تر اوسه د داسې ټولګې ځای خپل کړی، چې تر ټولو ډېر مینه وال يې موندلي.

۲۴ کلنې سندرغاړې اډیلې د دې ټولګې پر سر شپږ ګرامي او دوې برېټ جایزې تر لاسه کړې.

د ۲۰۱۲ په اکتوبر کې د هغې کره لومړی ماشوم هم وزېږېد.

په نړۍ کې تر ټولو ډېره پلورل کېدونکې ټولګه اوس هم د مایکل جیکسن تهرلر ده. د اټکلونو له مخې تر اوسه د تهرلر شاوخوا اووه میلیارده کاپیانې پلورل شوې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .