قزاقستان کې د زلمیانو ځانوژنه لوړه شوې ده

د خپريدو وخت: 05:08 گرینویچ - دوشنبه 07 جنوري 2013 - 18 مرغومی 1391

د ځانوژنې کچه په ځانګړي ډول د ماشومانو او زلميانو ترمنځ لوړه ده.

قزاقستان د زلميانو ترمنځ د ځانوژنې لوړه کچه لري. د روغتيا نړيوال سازمان د دغو خواشينوونکو شمېرو يو لامل کورنۍ ستونزې يادوي.

خو د پارلمان يوه ځواکمنه غړې، چې د دغه هېواد د ولسمشر لور ده، د دغې ستونزې پړه د خپل هېواد ښوونځيو ورستۍ ازموينې بللې، چې په وينا يې پر زده کوونکيو خورا زيات فشار راوړي.

له الماتې نه د بي بي سي خبرياله ريحان ډيميټري په خپل راپور کې وايي

د روغتيا نړيوال سازمان د ۱۰۰ زرو وګړيو ترمنځ ۲۰ ځانوژنې يوه خطرناکه کچه بولي.

په قزاقستان کې دغه شمېره د ۱۰۰ زرو ترمنځ نژدې ۳۰ ته رسېږي. د ځانوژنې کچه په ځانګړي ډول د ماشومانو او زلميانو ترمنځ لوړه ده. تېر کال د ځوانانو ۶۰۰ راپورونه ورکړل شوي چې د ځانوژنې هڅه يې کوله.

د لوی څارنوال دفتر د دغو شمېرو پړه د ميندو پلرونو پر بې پروايۍ، او هم عاطفي او فزيکي ناوړه ګټې او د کورنيو پر مالي ستونزو اچولې ده.

خو ځيني سياستوال بيا وايي د ځانوژنې پېښو کې زياتوالی د ښوونځيو ورستيو ازموينو سره تړلی دی. ډېری زده کوونکي ځکه تر فشار لاندې راځي چې پوهنتونونو کې د شاملېدو لپاره بايد لوړې نومرې وګټي.

ازريبايېوا ګولميرا د ځوانانو د يوې نوې ډلې غړې ده، د ځانوژنې مخنيوي په موخه جوړه شوې ده. دا هم د ازموينو فشار خبره مني:

د روغتيا نړيوال سازمان د ۱۰۰ زرو وګړيو ترمنځ ۲۰ ځانوژنې يوه خطرناکه کچه بولي.

''د يوې ملګرې ملګرې ځان ډوب کړ، ځکه چې ملي ازموينه کې يې پوره نومرې يو نه وړې. يوه بله ملګرې مې درلوده چې ځان يې غرغره کړ، ځکه چې له خپلې ميرې سره يې ستونزې درلودې.''

ارواپوهه ايکاټرينا بالايېوا چې د زلميانو ځانوژنه کې تخصص لري، وايي دغه مساله لا تر اوسه د پېغور وړ او د شرم خبره ده.

''هېڅوک يې په اړه خبرې نه کوي، دا يوه د شرم خبره او هم د کمزورتيا نښه بلل کېږي. ان د ځانوژنې يادول هم د پېغور خبره ده. کله چې داسې پېښه وشي، نو د ميندو پلرونو ځورېدو له وېرې ورسره خبرې نه شې کولئ. کله يې چې موږ پلټنه کوو هم هېڅوک نه غواړي راشريک شي چې په اړه يې خبرې وکړي.''

ايکاټرينا وايي د ښوونځيو ارواپوهان هم کولی شي د ځانوژنې مخنيوي کې لوی رول لوبوي، خو د اوس لپاره يې نه معاشونه او نه هم شمېر پوره دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .