یو تېرابایټ یو ایس بي فلش

د خپريدو وخت: 12:15 گرینویچ - سه شنبه 08 جنوري 2013 - 19 مرغومی 1391

تېر کال هم دغه شرکت د "SSDNow E100" په نامه د یوه نوي هارډ ډېسک د جوړولو اعلان کړی و.

امریکايي "ګینګسټون" شرکت ویلي، چې د "ډېټا ټراویلر هایبر اکس بریډېټر" په نامه یو نوی یو ایس بي فلش جوړوي، چې ظرفیت به یې له ۵۱۲ ګېګا بایټه ان تر یوه تېرابایټ پورې رسېږي.

دغه یو ایس بي فلش د USB 3.0 له کورنۍ څخه دی.

وايي چې ددغه نوي تولید د لوستلو وړتیا به په یوه ثانیه کې تر ۲۴۰ مېګابېټه پورې رسېږي.

د لیکلو سرعت یې په یوه ثانیه کې تر ۱۶۰ مېګابېټه پورې دی.

تر دغه نوي فلش به کوټ (جست) راتاو شوی وي، چې د ۵۱۲ ګېګابایټه قیمت یې له ۱۷۵۰ ډالره نیولی دی.

خو د یوه تېرابایټ قیمت یې لا نه دی په ډاګه کړی.

تېر کال هم دغه شرکت د "SSDNow E100" په نامه د یوه نوي هارډ ډېسک د جوړولو اعلان کړی و.

دا لومړی ځل نه دی، چې ګېنګسټون شرکت نوی څيز تولیدوي.

په تېره مې میاشت کې هم دغه شرکت د "دېټا ټراویلر ایلیټ 3" په نامه ۶۴ ګېګابایټه (جي بي) ظرفیت لرونکی فلش بازار ته راویوست.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .