"ښه به وي چې هند او پاکستان خپله ستونزه هواره کړي"

د خپريدو وخت: 12:11 گرینویچ - پنجشنبه 10 جنوري 2013 - 21 مرغومی 1391

هندي مقاماتو ادعا وکړه، چې د جنورۍ په اتمه نېټه پاکستاني پوځیان د هند تر واک لاندې کشمېر ته ننوتل او په ډزو یې دوه هندي عسکر ووژل.

کشمیر کې د هندي او پاکستاني پوځیانو د متقابلو ډزو له امله د رامنځ ته شوي لانجمن حالت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي، چې سخت چلند هېڅ یوې مسالې ته حل نه مومي.

د دوی په وینا امریکا به د هند او پاکستان تر منځ د اړیکو عادي کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو ویاندې وکټوریا نولنډ ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ په لوړه کچه د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې روانې دي.

د نوموړې په وینا "ښه به وي، چې دواړه هېوادونه پخپله ستونزه هواره کړي او که داسې و نه شي او مساله تر ملګرو ملتونو ورسېږي، نو امریکا به يې د حل کولو په لړ کې بیا هم مرسته وکړي."

بل لور ته د ملګرو ملتونو ویندوی مارټن نېسرکي ویلي، چې د هند او پاکستان لوړ پوړي پوځي مقامات له یوه بل سره په اړیکه کې دي. نوموړي له دواړو هېوادونو وغوښتل، چې د ستونزې د هواري لپاره مذاکرات وکړي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي نېسرکي وویل، چې پاکستان د ملګرو ملتونو له څارونکې ډلې په رسمي توګه غوښتي، چې د جنورۍ د شپږمې د پېښې په اړه څېړنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې څارونکې ډله به له خپلو اختیاراتو سره سم ډېر ژر د دې پېښې په اړه څېړنه پیل کړي. د ده په وینا د جنورۍ د اتمې ورځې د پېښې په اړه نه هندي پوځ او نه هم پاکستاني پوځ له څارونکې ډلې سره کومه اړیکه نیولې ده.

د جنورۍ په شپږمه نېټه د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په باغ سیمه کې د دواړو هېوادونو د پوځیانو تر منځ په یوه نښته کې د پاکستان یو عسکر ووژل شو او یو بل یې ټپي شو.

له دې پېښې وروسته هندي مقاماتو ادعا وکړه، چې د جنورۍ په اتمه نېټه پاکستاني پوځیان د هند تر واک لاندې کشمېر ته ننوتل او په ډزو یې دوه هندي عسکر ووژل.

د هند پوځي مقاماتو ويلي د هندي پوځ د ګزمې او پاکستاني پوځ تر منځ نژدې نیم ساعت سخته نښته شوې، چې له هغه وروسته د کنټرول کرښې له دواړو لوریو پر یوه بل ډزې وشوې.

"د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید ویلي، چې د هندوستان او پاکستان تر منځ د پولې په سیمه کې د پاکستاني پوځ له لوري د ډزو په پېښه کې د دوو هندي پوځیانو د وژل کېدو پېښه د منلو وړ نه ده، خو د نوموړي په وینا حالات باید ګډوډۍ ته پرېنښودل شي."

د هندي پوځ په وینا د پاکستان پوځیان له لړې نه په ګټه اخیستو د هند سیمې ته ننوتل.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید ویلي، چې د هندوستان او پاکستان تر منځ د پولې په سیمه کې د پاکستاني پوځ له لوري د ډزو په پېښه کې د دوو هندي پوځیانو د وژل کېدو پېښه د منلو وړ نه ده، خو د نوموړي په وینا حالات باید ګډوډۍ ته پرېنښودل شي.

له دې مخکې هندي چارواکو ویلي و، چې دغه کار یو پاروونکی عمل دی او د دې پېښې لپاره به مناسب ځواب ورکړل شي.

بل لور ته پاکستاني پوځي مقاماتو د خپلو پوځیانو له لوري د ډزو کولو او هندي پوځیانو د وژلو پېښه رد کړې او دا یي د هند پروپاګند بللی.

د چهار شنبې په ورځ (د جنورۍ نهمه ) د هند حکومت په ډیلي کې د پاکستاني سفارت عالي کمشنر وغوښت او د دوو هندي پوځیانو د وژل کېدو په اړه یې ورته احتجاج وکړ.

بل لور ته د چهار شنبې په ورځ د پاکستان حکومت د عامه اړیکو له لوري په یوه خپره شوې بیانیه کې وویل شول، چې د پاکستاني پوځ د پوځي عملیاتو څانګې مشر له خپل هندي سیال سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړي او پاکستان د کنترول لیکې په اوږدو کې د خپلو پوځیانو له لوري د ډزو کولو او د یوه هندي پوځي د وژلو ادعا رد کړه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .