امریکا: پخوانیو عراقي زندانیانو ته جبران ورکړل شو

د خپريدو وخت: 07:10 گرینویچ - چارشنبه 09 جنوري 2013 - 20 مرغومی 1391

ایل تهري شرکت عراق کې له جګړې وروسته د امریکايي پوځ لپاره د ژباړنو چمتو کولو کار کاوه.

هغه خصوصي امنیتي شرکت، چې د عراق په ابوغریب زندان کې پرې له زندانیانو سره د زور یاتي تورونه لګېدلي، د جبران په توګه پخوانیو زندانیانو ته پنځه میلیونه ډالره ورکړي دی.

د دغه قراردادي شرکت پر امنیتي څانګه تورونه لګېدلي، چې په ابوغریب زندان کې یې له زندانیانو سره بدچلني کړې.

د هغو قانوني اسنادو له مخې، چې د امریکايي خبري اژانس اې پي لاس ته ورغلي، امریکايي شرکت اینجیلټي هولڈنګز هغو ۷۱ زندانیانو ته، چې د عراق په ابو غریب زندان او نورو هغو زندانونو کې، چې مسوولیت یې د امریکا پر غاړه وو، د ایل تري شرکت له خوا دغه پېسې د جبران په توګه ورکړې دي.

ایل تري شرکت عراق کې له جګړې وروسته د امریکايي پوځ لپاره د ژباړنو چمتو کولو کار کاوه.

د ۲۰۰۴ کال په اوږدو کې داسې تصویرونه خپاره شول، چې په ابوغریب زندان کې یې له زندانیانو سره د زور زیاتی او تشدد پېښې رسوا کړې.

له هغه وروسته په نړیواله کچه په دې اړه د خلکو غوسه راوپارېده.

داسې احتمال شته، چې یوه بل شرکت سي اې سي ای هم د دغه ډول تورونو له امله له محاکمې سره مخامخ شي.

دې کمپنۍ امریکايي پوځ ته د پوښتنو ګروېږنو کوونکي کسان چمتو کړي وو.

"د ۲۰۰۴ کال په اوږدو کې هغه تصویرونه خپاره شول، چې په ابوغریب زندان کې یې له زندانیانو سره د زور زیاتی او تشدد پېښې رسوا کړې."

د امریکا حکومت د جګړې پر مهال له عدلي کړنو خوندې دی، خو محکمې اوس هم په دې اړه غور کوي، چې ایا خصوصي شرکتونه هم په جګړه ځپلو سیمو کې له دغه ډول خوندیتوب نه برخمن دي او نه.

د اینجلیټي هولډنګز له لوري جبران ورکول د عراقي زندان د پخوانیو بندیانو له لوري د امنیتي قراردادیانو پر ضد د شکایتونو په لړ کې لومړی بریالیتوب دی.

د یوه پخواني زنداني مدافع وکیل بهاراعظمي ای پي خبري اژانس ته ویلي، چې ټولو ۷۱ کسانو ته به د جبران پېسې ورکړل شي، خو نوموړي دا ونه ویل، چې د دې پېسو د وېش بڼه به څه ډول وي.

د نوموړي په وینا د جوړجاړي د موافقې له امله به په دې لړ کې د جزیاتو له څرګندولو ډډه وشي.

د بهار اعظمي په خبره شخصي قراردادیان ابوغریب زندان کې د بدچلنۍ په سختو پېښو کې ښکېل وو.

د نوموړي په خبره دوی په دې خوښ دي، چې اوس له دوی نه د یو شمېر کسانو احتساب وشو او یو شمېر کسانو عدالت ته لاسرسی وموند.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .