د ۲۰۱۳ کال اوسکار جایزو نومېدنه پرانستل شوه

د خپريدو وخت: 19:00 گرینویچ - پنجشنبه 10 جنوري 2013 - 21 مرغومی 1391

اوس مهال د اوسکار کلني مراسم يوازې په شمالي امريکا کې څه باندې ٤٠ ميليونه وگړي گوري

د اوسکار ٨٥ مو سينمايي جايزو ته نومېدنې د امريکا په لاس انجليس کې برسېره شوې.

د سټيون سپېلبرگ له خوا د امريکا د پخواني ولسمشر ابراهام لينکن پر ژوندانه جوړ شوي فلم په دولسو ډگرونو کې د اوسکار د نومېدو جوگه وبلل شو.

په دې کې د فلم د لارښوونې چارې هم راځي.

ډانيل ډى لوييس ته چې د کورنۍ جگړې پر مهال يې د دغه امريکايي مشر ونډه پر غاړه درلوده، د خورا غوره لوبغاړي او فلم ته يې د خورا غوره فلم نوم ورکړ شوى دى.

د پي آنگ لي فلم چې د يان مارتېل د ناول پر بنسټ جوړ شوى، په يوولسو برخو کې اوسکار ته د نومېدنې وړ گرځېدلى دى.

دا د يوه کوچني هلک نکل دى چې د بېړۍ تر ډوبېدو وروسته په يوه ژغورونکې جاله کې له پړانگ سره ايسار پاتې کېږي.

د گټونکو نوم به د فبرورۍ پر ٢٤ د يوې غوړې مېلمستيا په ترڅ کې اعلان شي.

د اوسکار جایزه

د امريکا د پخواني ولسمشر ابراهام لينکن پر ژوندانه جوړ شوي فلم په دولسو ډگرونو کې د اوسکار د نومېدو جوگه وبلل شو

د اوسکار لومړني مراسم پر ١٩٢٩ کال ترسره شوي وو. په هغو کې چې ځاى يې د هاليووډ يو هوټل و، لږ څه له پاسه دوه سوه تنو گډون کړى و.

اوس مهال د اوسکار کلني مراسم يوازې په شمالي امريکا کې څه باندې ٤٠ ميليونه وگړي گوري او تر دريو ساعتو ډېر روان وي.

په بي بي سي کې د هنري چارو خبرياله ناتالي جميسن وايي:

"اوسکار يوازې هغوى گټي چې ډېرې رايې يوسي. د رايو لپاره ځانگړې پاڼې دي او ٦٠٠٠ غړي د رايو اچولو حق لري. په دوى کې د اوسکار مخکني نومېدلي يا گټونکي هنرمندان او دغه راز د فلمي صنعت د بېلابېلو برخو کارکوونکي راځي. ددې لپاره چې دا چارې خوندي ترسره شي، ټول بهير يې د شمېرنې يوه اداره څاري.

گومان دى چې يوازې دوه تنه د جايزو پر شپه خبر وي چې اوسکار چا گټلى دى."

هغه فلمونه چې معمولا" د اوسکار جايزې گټي، لويې ډرامې وي چې جوړوونکي يې هڅه کوي د کال په پاى کې يې راوباسي چې د اوسکار د نومېدنې په درشل کې يې نومونه تازه پر ژبو کېوتي وي.

د پرانستې مراسم

د گټونکو نوم به د فبرورۍ پر ٢٤ د يوې غوړې مېلمستيا په ترڅ کې اعلان شي.

ځينې سينمايي لوبغاړي وايي چې اوسکار تر ډېره سياسي بڼه لري، خو ويل کېږي چې دا ټول بهير بې پرې دى.

د اوسکار جايزې په ټول فلمي صنعت کې د تاييد يو مهر دى او گټونکي او نومېدونکي ته يې نړيوال منښت په برخه کوي.

همدا علت دى چې هنرمندان د خپلو نومونومخې ته په مينه ليکي چې اوسکار يې گټلى يا اوسکار ته نومېدلي وو.

دا همدا راز کوچنيو فلمي شرکتونو ته چې لږې پيسې لري د بري ضمانت ورکوي چې د فلمي صنعت لوى بازار ته لار ومومي.

يو څوک چې مخکې يې چا نوم هم نه وي اورېدلى، اوسکار ته تر نومېدنې وروسته ناڅاپه د شهرت گدۍ ته پورته کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .