"د ګوانتانامو زندان پر بندولو فشار راوړﺉ"

بندیان

امنستي وايي، په ګوانتانامو زندان کې لاهم یو شمېر بندیان له نامالوم برخلیک سره مخامخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان له اروپايي اتحادیې غوښتي چې پر امریکا د ګوانتانامو زندان د بندولو فشار راوړي.

دا غوښتنه ددغه زندان د ۱۱ کلن تاریخ د پوره کېدو له نېټې سره هم مهاله شوې ده.

څلور کاله مخکې ولسمشر بارک اوباما د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال ژمنه کړې وه، که چېرې ولسمشر شي، د ګوانتانامو زندان به د یوکال د ننه وتړي، خو په څلورو کلونو کې یې په دې اړه هېڅ ونه کړل.

په بروکسل کې د بښنې نړیوال سازمان له دفتره اروپايي ټولنې ته په یوه استول شوي لیک کې ویل شوي، چې "د زندان د کالیزې په مناسبت ددغه زندان همداسې پرېښودل د امریکا له لوري د بشري حقونو بربنډه سپکاوی او تېری دی."

د اروپا لپاره د دغې ادارې مدیر نیکولا بیجر ویلي، امریکايي چارواکو ته دا د شرم خبره ده، چې لبنان الاصله جرمنی خالد المصري په اروپايي محکمه کې محاکمه کېږي.

دغې ټولنې له اروپايي ټولنې غوښتي، چې د دا ډول بشري سرغړونو مخه ونیسي او پر امریکا د دغه زندان د تړلو فشار راوړي.

د بشري حقونو اروپايي محکمې د مقدونیا یو وګړی، د خالد المصري د حقونو په سرغړاوي تورن کړی دی، داسې چې هغه یې د امریکا مرکزي استخباراتو ادارې (سي ای اې) ته سپارلی دی.

محکمه وايي، چې سي ای اې نیول شوی کس په افغانستان کې د څو میاشتو تېرولو په تورن سخت ربړولی دی.

د بښنې نړیوال سازمان وايي "د ګوانتانامو زندان د تړلو پرځای، داسې ښکاري چې ولسمشر اوباما د یوازې له یوه اړخه د نړیوالې جګړې په اړوند د خپل سلف جورج بوش تګلاره غوره کړې ده."

دغه سازمان وايي، چې په ګوانتانامو زندان کې لاهم یو شمېر بندیان له نامالوم برخلیک سره مخامخ دي.

اروپايي پارلمان په تېر دسمبر کې له امریکايي چارواکو غوښتي وو، چې د پوځي محکمو په سیستم کې د عادلانه تحقیق قوانین جوړ کړي.

همدارنګه یې له امریکا د ګوانتانامو زندان د تړلو غوښتنه او له بندیانو سره د زورزیاتي له اعمالو د لاس اخیستو غوښتنه کړې وه.

اروپايي استازو له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي وو، چې د نړیوال، اروپايي او ملي قوانینو په رڼا کې باید خپله دنده سرته ورسوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .