سړوښې پر الوتکې نښتی مار وواژه

د خپريدو وخت: 11:48 گرینویچ - جمعه 11 جنوري 2013 - 22 مرغومی 1391

د کوانتاس ویاند دغه مار ''پایتن'' بللی دی، چې په مالیزیا او هند کې ډېر لیدل کېږي.

د "کوانتاس" هوايي شرکت اړوند مساپر وروسته تر هغه هک پک شول، چې په الوتکه کې درې متره اوږد مار هم ورسره ملګری دی.

مار د الوتکې په وزر پورې نښتی و، خو لکۍ یې بهر پاتې وه.

دغه پایتن (Python) مار په پټه تر الوتکې پورې څکېدلی و.

درې متره اوږد مار هغه مهال ولیدل شو، چې د الوتکې د شاتنۍ برخې مساپرو سترګې پرې ولګېدې.

مار د مساپرو پرسر له ډېرې یخنۍ راکوز شو، خو لکۍ یې بهر بنده وه.

الوتکه په دوه ساعته سفر د کیرنز او پورت موریسبسي یا د نوې ګینیز ترمنځ الوتنه کوله.

د کوانتاس ویاند دغه مار ''پایتن'' بللی دی، چې په مالیزیا او هند کې ډېر لیدل کېږي.

دا په استرالیا کې د اوږدو مارانو له ډلې ګڼل شوی.

ویاند وايي، دا چې د مار لکۍ بهر پاتې وه، له ډېرې یخنۍ او باد یې هوايي ډګر ته تر رسېدا مخکې ساه ورکړې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .