افغانستان کې جوړ فلم اوسکار جايزې ته کانديد شو

د خپريدو وخت: 12:26 گرینویچ - جمعه 11 جنوري 2013 - 22 مرغومی 1391

د زرغونو، رڼو او اوبلنو سترګو ١٤ کلن فواد محمدي د دې خبر په اورېدا ژړغونى شو چې فلم يې د اوسکار مهمې جايزې ته کانديد شوى دى.

بزکشي بوايز يا د وزلوبې هلکان په افغانستان کې جوړ لومړنى فلم بلل شوى چې د اوسکار جايزې ته کانديد شوى دى.

دا فلم د کابل د دوو تنکيو هلکانو کيسه کوي چې د بزکشۍ د لوبغاړيتوب خوب ويني. د فلم دغه افغان هلکانو پخوا د دغه کار تجربه نه لرله.

د زرغونو، رڼو او اوبلنو سترګو ١٤ کلن فواد محمدي د دې خبر په اورېدا ژړغونى شو چې فلم يې د اوسکار مهمې جايزې ته کانديد شوى دى.

فواد محمد د کابل په کوڅو کې ژاولې او قلمونه پلورل چې بهرنيو فلم جوړونکو وليد او بلنه يې ورکړه چې په يوۀ فلم کې کار وکړي.

فواد په فلم کې د کار کولو تجربه نه لرله خو د شاوخوا يو نيم زر ډالرو په بدل کې يې بلنه ومنله او ستورى شو.

دا پيسې د دغۀ بې وزلي افغان د کور اقتصاد ته تر زېري کمې نه وې.

خو کله چې امريکايي فلم ډايرېکټرې سم فينچ د تيلیفون په کرښه د اوسکار جايزې ته د فلم د نومونې خبر ورکړ نو د فواد محمدي په زرغونو سترګو کې اوښکې ډنډ شوې.

دا لنډ فلم د دوو تنکيو هلکانو کيسه کوي.

دوى د کابل په کوڅو کې سپېلني لوګوي خو خوب او خيال يې دا دى چې يوه نه يوه ورځ به وزلوبه يا بزکشي کوي.

دوى په لوبغالي کې پياوړي چاپندازان ويني، هيله او هوډ يې همدا دى چې يوه نه يوه ورځ به د هغوى په پلۀ پل ږدي.

په رښتيني ژوند کې د فواد خوب بل څه دى.

دى غواړي ښوونځي ته لاړ شي او يوه ورځ پېلوټ شي.

فواد د دغه فلم په باب وايي: "دا فلم د افغانانو قوت ښيي او دا څرګندوي چې افغانان ډېر کار کوي. دا د افغانان د خوب او هيلو ښکارندوى دى"

که د اوسکار جايزه د وزلوبې هلکانو وهم نه ګټله بيا يې هم دا خوب رښتيا شوى چې په نړيوال ډګر کې وپېژندل شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .