هند کې د زبرزنا ځواب د اعدام سزا کېدی شي؟

د خپريدو وخت: 18:30 گرینویچ - 13 جنوري 2013 - 24 مرغومی 1391
پنجاب کې د نوې زبرزنا په تور نیول شوي کسان

په ۲۰۱۲ کال کې په ډهلي کې د زبرزنا ۶۰۰ پېښې ثبت شوي دي.

هندي پوليسو شپږ وگړي په دې تور نيولي چې په تېر دسمبر کې رامنځته شوې پېښې ته ورته په يوۀ بس کې پر يوې مېرمنې ډله ييز جنسي تيرى کړى.

دا پېښه د هند په پنجاب ايالت کې رامنځته شوې. تېره مياشت د فزيوتراپۍ د پوهنځي يوه محصله چې په پلازمېنه دهلي کې ورسره زبرزنا شوې وه د ورپېښو شويو ټپونو له امله مړه شوه.

د پنجاب د پوليسو سرچينې وايي دغه مېرمن په يوۀ ځايي بس گاډي کې خپل کلي ته ستنېده چې د ادعا له مخې اووۀ سړيو پرې ډله ييز جنسي تيرى کړى.

پوليس وايي د بس چلوونکي ياده مېرمن د هغې کورته له رسولو ډه ډه او يوۀ بل ځاى ته يې بوتله.

شپږ تورن کسان نيول شوي او د اووم کس د ځاى ځايگي مالومولو هلې ځلې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت د فزيوتراپۍ د پوهنځي پر يوې محصلې په پلازمېنه ډهلي کې د شوي جنسي تيري له امله اوس هم احتجاجونه دوام لري.

د هند پلازمېنه ډهلی چې د شاو خوا ۲۰ ميليونو وګړو ټاټوبی دی په دغه هېواد کې د جنسي تيري تر ټولو لوړه کچه لري.

په ۲۰۱۲ م کال کې په دغه ښار کې د زبر زنا څه د پاسه ۶۰۰ پېښې ثبت شوي او د زبر زنا پلازمېنه بلل کېږي خو دا د دغې پېښې بوږنونکې بڼه وه چې د نړېوالو پام یې ځانته وڅکوهّ او د هندیانو غوسه يې را وپاروله چې تورنو ته د مرګ د سزا له غوښتنې سره لارو او کوڅو ته ور مات شول.

د فلمي ستورو غبرګون

د بالیوډ یوې فلمي لوبغاړې او د نړۍ د ښکلا ملکې شسمیتا سین ویلي، چې د یوې مور او یوې ښځې په صفت زما لپاره د انصاف معنا دا ده، چې د ډله ییز جنسي تېري عاملین له نارینه توب څخه محروم کړل شي، هغوی باید ټول عمر په زندان کې پراته وي، نه دا چې په دار وځړول شي، زما په باور دا به ښه غچ اخیستنه وي.

زه پر همدې مهال په دهلي کې وم او دا ما ته یوه انفرادي پېښه ښکارېده خو په هند کې په تېره بیا په پلازمېنه او د دغه هېواد په لوی سوداګرییز مرکز ممبي کې د زبر زنا د ستونزې پراختیا را ته هغه مهال جوته شوه چې په راجداني اور‍ګاډي کې ممبي ته په لاره وم.

"هند کې د جنسي تیري داسې پېښې هم شته چې په خپله پولیس په کې ښکېل دي"

میلمه پال د يوې ځایي ورځپاڼې يوه ګڼه را ته په لاس راکړه او له پرانیستو سره سم مې سترګې په دوو نورو خبري سرليکو ولګېدې چې ېوهّ یې په دهلي کې د دریو نورو جنسي تيریو خبر راکاوهّ او بل هغه بیا د زبر زنا د يوې قربانۍ پښېماني ښووله چې ولې یې لس کاله وړاندې په روغتون کې هغه مهال چې د سوځېدو له امله بستر شوې وه پرې د شوي جنسي تیري په اړه پولیسو ته شکایت کړی، دا ځکه چې اوس هم ټولنه دا ملامتوي او کورنۍ یې بالکل یوازې شوې ده.ّد

د جنسي تېریو په تړاو د ملګرو ملتونو له لوري خپرې شوې شمېرې په برتانیا کې د زبرزنا د پېښو شمېر پر هرو سلو زرو کسانو کې ۲۹، په امریکا کې ۲۷ او بیا په هند کې ١،٨ ښیي چې کار پوهان د دې ستونزې اصلي لامل د زبر زنا د پېښو په تړاو د قربانیانو او د هغوی د کورنیو چوپه خوله پاته کېدل په ګوته کوي چې لامل یې پر پولیسو نه باور او د قانون سم نه پلي کیدل دي.

د هند د چارو څېړونکي وایي قربانیان له پولیسو د ډار او په ټولنه کې د شرم او نوم بدوالي له امله شکایت لپاره پولیسو ته نه ورځي.

بل لوري ته د جنسي تیري داسې پېښې هم شته چې په خپله پولیس په کې ښکېل دي.

تېري کوونکو ته د مرګ سزا

پر ۲۳ کلنې محصلې ترهونکي جنسي تيري ته په غبرګون کې هندی ولس په قانون کې د زبرزنا مجرمینو ته د اعدام سزا غواړي چې د دغې ناوړې کړنې مخنیوی وشي.

"د هند د چارو څېړونکي وایي قربانیان له پولیسو د ډار او په ټولنه کې د شرم او نوم بدوالي له امله شکایت لپاره پولیسو ته نه ورځي"

خو کار پوهان په دې باور دي چې د حل لاره مجرمینو ته د مرګ سزا نه بلکې د اغیزمن قضایي نظام او د پولیسو کارندهّ سیستم رامنځته کول دي.

"د اعدام د سزا مخالفین وایي که پولیس شکایتونه په سمه توګه ثبت او بې پرې پلټنې ترسره کړي، قضا سم قضاوت وکړي او مجرمینو ته د عمري بند سزا واورول شي د زبر زنا پېښې به په پام وړ کچه کمې شي."

داسې بېلګې شته چې پولیسو د زبرزنا په تړاو د شکایتونو د ثبتولو لپاره د قربانیانو له کورنیو نه بډې غوښتي او هغه پیښې چې محکمې ته تللي هم دي په ډېره سختۍ د تورنو ښایي یوازې څلورمه برخه پړهّ خېږول شوي وي.

د اعدام د سزا مخالفین وایي که پولیس شکایتونه په سمه توګه ثبت او بې پرې پلټنې ترسره کړي، قضا سم قضاوت وکړي او مجرمینو ته د عمري بند سزا واورول شي د زبر زنا پېښې به په پام وړ کچه کمې شي.

دوی همداراز استدلال کوي که چېرې جنسي تیري لپاره د مر‍ګ سزا غوره شي نو ښایي قرباني به یې بیا بېګنا کسان وي چې د ځان د دفاع وس نه لري او ځواکمن به پرېښوول کېږي.

د اعدام د سزا د مخالفينو ټینګار پر عمري بند دی چې په کې په ضمانت د خوشې کېدو شونتیا نه وي.

دوی استدلال کوي چې دلته د بې ګناه وګړو د ګرم پېژندنې شونتیا شته او د عمري بند په حالت کې که یو بې ګناه کس د یوهّ ځواکمن لپاره د قربانۍ وزګړی ګرځول شوی هم وي، بيا هم د ناسم عدالت د سمولو لاره شته خو د مرګ سزا دا امکان له ګوتو وباسي.

خو ډېر ژر به ولیدل شي چې د دغې ۲۳ کلنې محصلې بوږنونکې مړینه به په هند کې د جنسي تیري له نورو قربانیانو سره د نیاو په برخه کې څومره مرسته وکړي.پنځه تنه له ٢٣ کلنې محصلي سره په زبر زنا او د هغې په وژنې رسما" تورن شوي. دغې پېښې پراخ غبرگونونه را وپارول او حکومت اړ شو د جنسي تيريو پېښې ځانگړو محکمو ته وسپارې چې په اړه يې په چټکه پرېکړې وشي. همداراز د جنسي تېريو د قوانينو په لا سختولو هم غور کيږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .