اروپا: د اوږې د قاچاق مخنیوي لپاره اقدامات کېږي

د خپريدو وخت: 07:25 گرینویچ - 13 جنوري 2013 - 24 مرغومی 1391

د نړۍ ۸۰ سلنه اوږه په چین کې کرل کېږي.

سویډن په غیر قانوني توګه د اوږې صادرولو په قضیه کې د دوو برتانیانو د نیولو نړیوال امر جاري کړی. دغه امر د میلیونونو ډالرو په ارزښت د اوږې د قاچاقاق په اړه جاري شوی دی.

د سویډن چارواکي وايي په اروپا کې یې د قاچاقاق تر ټولو حیرانونکې پېښه رسوا کړې، خو دا د اوږې د قاچاق لومړۍ پېښه نه ده.

د اروپايي اتحادیې په هېوادونوکې د اوږې په صادرولو نهه اعشاریه شپږ سلنه مالیه اخیستل کېږي، چې له همدې مالیې نه د ځان ژغورولو لپاره اوږه په قاچاقي توګه صادریږي.

د نړۍ ۸۰ سلنه اوږه په چین کې کرل کېږي او د اروپايي اتحادیې ډېرو غړو هېوادونو ته په غیر قانوني توګه لېږدېدونکې اوږه هم له چین څخه وړل کېږي.

ناروې کې پر اوږې هېڅ ډول صادراتي مالیه نه اخیستل کېږي، چې له امله یې د دغه هېواد له لارې ګاونډي هېواد سویډن او نورو اروپايي هېوادونو ته په قاچاقي ډول پریمانه اوږه لېږدول کېږي.

تېر کال هم د اوږې د قاچاق اړوند یو لړ پېښې رامنځ ته شوې، چې په کې قاچاق وړونکو ته سزاګانې ورکړل شوې.

اروپا کې د فساد د مخنیوي ادارې پوویل بورکووک وايي د ۱۹۹۰ له لسیزې راهیسې د چیني اوږې د وارداتو په اړه شکایتونه رابرسېره شوي دي.

د نوموړي په وینا د ۲۰۰۱ کال په اورپايي بودیجه کې هم د دې اغېز ولیدل شو، چې له بهر نه په راوړل کېدونکې اوږه له ۹ اعشاریه شپږ سلنه ګمرک ټیکس سره د یوه ټن له حسابه ۱۲۰۰۰ اضافه مالیه هم شامله شوه.

"د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مسوولین وايي چین کې د ۲۰۱۰ په اوږدو کې د اوږې له کروندو نه شاوخوا ۱۸ نیم میلیونه ټنه محصول تر لاسه شو، چې د ټولې نړۍ د اوږې ۸۰ سلنه برخه کېږي."

اروپايي اتحادیې غوښتل چې پر اوږه د وارداتي ټیکس په لګولو سره غړو هېوادونو کې د اوږې د محصول زیاتولو په لړ کې خپلې ګټې خوندې کړي، چې سیمه ییزو کروندو کې د کرل شوې اوږې په پرتله د چینايي اوږې بیه ډېره شي.

دا مهال د نړۍ بازارونه تر ډېره حده د چین اوږې نیولي، ځکه دا په خورا ټیټه بیه تر لاسه کېږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مسوولین وايي چین کې د ۲۰۱۰ په اوږدو کې د اوږې له کروندو نه شاوخوا ۱۸ نیم میلیونه ټنه محصول تر لاسه شو، چې د ټولې نړۍ د اوږې ۸۰ سلنه برخه کېږي.

د اروپايي هېوادونو له ډلې څخه اسپانیا، ایټالیا، فرانسه، پولنډ، هنګري، رومانیا او بلغاریا کې اوږه کرل کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .