عراق سلګونه بندیان خوشي کړل

د خپريدو وخت: 08:06 گرینویچ - سه شنبه 15 جنوري 2013 - 26 مرغومی 1391
خوشي شوي بندیان

لسګونو هغو خوشي شوو بندیانو هم په مظاهرو کې ګډون کړی، چې د زندان په څېر ژېړې جامې یې اغوستې وې.

عراقي چارواکي وايي، د مظاهره کوونکو په غوښتنه یې له عراقي زندانونو د ګڼ مېشتو سني سیمو ۳۳۵ بندیان خوشي کړي دي.

په عراق کې د سني مېشتو سیمو ګڼو وګړو د لومړي وزیر نوري المالکي پرضد مظاهرې وکړې.

مرستیال لومړي وزیر حسین الشهرستاني ویلي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې له عراقي زندانونو ۳۳۵ بندیان خوشي شوي دي.

ځینو بندیانو د خپل تر ټاکل شوې مودې ډېر وخت په زندان کې تېر کړی، چې الشهرستاني له دې د حکومت په استازیتوب بښنه غوښتې ده.

له تېرو درو اوونیو راهیسې زرګونو عراقیانو په پرله پسې ډول د عراقي حکومت له لوري له سني مسلمانانو سره د مور او میرې د چلند کولو ضد مظاهرې پیل کړې دي.

الشهرستاني د المالکي له لوري د هغې جرګه ګۍ مشري کوي، چې د بندیانو د خوشي کېدو دوسیې څېړي.

ژېړ کالي

پر عراقي حکومت تور دی، چې سلګونه کسان یې له جرم پرته بندیان کړي، چې د ناکافي ثبوتونو له کبله یې بېرته خوشي کولو ته اړ شوی دی.

له درېیو اوونیو راهیسې په سني مېشتو سیمو کې د عراقي حکومت او لومړي وزیر نوري المالکي پرضد له دې کبله مظاهرې روانې دي، چې ګني له سني بندیانو او سني مېشتو سیمو سره حکومت توپیري چلند کوي.

په مظاهرو کې لسګونو هغو بندیانو هم ګډون کړی، چې ژېړې جامې یې په تن وې، او په تېره یکشنبې د بغدان له زندانونو خوشي شول.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، خوشي شوو کسانو ته د قرآن کریم نسخې او خواږه خواړه ورکړل شوي.

الشهرستاني ویلي، هغه کسان چې په ناقانونه توګه نیول شوي "د حکومت په بېلابېلو بنسټونو کې د امنیتي کسانو له لوري د بیروکراسۍ له کبله نیول شوي دي."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .