قطر طالبانو ته د دفتر جوړېدو هرکلی وکړ

د خپريدو وخت: 05:48 گرینویچ - سه شنبه 15 جنوري 2013 - 26 مرغومی 1391

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، "قطر دفتر یوازې د خبرو اترو لپاره پرانیستل کېږي."

قطر په دوحه کې د طالبانو د تحریک لپاره د یوه رسمي دفتر د پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.

د قطر حکومت ویلي، دغه دفتر په افغانستان کې د سولې بهیر چټک کولی شي او په دغه هېواد کې د امنیت راتلو ته لاره هواروي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هېواد یې ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د هر راز سولې او امنیت راتلو لپاره خپله مرسته ونه سپموي.

وزارت زیاتوي، چې قطر د افغان وګړو د سوکالۍ لپاره تل مرسته کړې او افغانستان ته د یوه دوست هېواد په سترګه ګوري.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر خالد العطیه ویلي، د دغه دفتر پرانیستل اړوندو خواوو ته دا اسانتیا ورکوي، چې د خبرو پر یوه مېز کښيني او خپلې غوښتنې یو او بل ته وړاندې کړي.

ده ویلي، تمه ده چې دغه دفتر به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې د روانو شخړو او ناامنیو لپاره د پای ټکی کېږدي.

تېره ورځ (دوشنبه/جنوري ۱۴) افغان ولسمشر حامد کرزي وویل، چې واشنګټن کې یې له ولسمشر اوباما سره په قطر کې د طالبانو لپاره د یوه رسمي دفتر د جوړېدو موافقه وکړه.

حامد کرزي د تل په څېر طالبانو ته د وروڼو خطاب کړی، او له هغوی یې له جنګ جګړې د لاس اخیستو غوښتنه کړې ده.

اسدالله خالد

اسدالله خالد دا مهال په امریکا کې تر درملنې لاندې دی.

حامد کرزي وویل، د قطر طالبانو دفتر ته باید د طالبانو له لوري په رسمي توګه پېژندل شوي استازي ورشي او د سولې له افغان مرکچیانو سره خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او افغان ولسمشر حامد کرزي دواړو له قطر څخه د دغه دفتر د جوړېدو په چاره کې د همکارۍ کولو غوښتنه وکړه.

وړاندې څو ځله د طالبانو په استازي په پلمه ځینو ځانمرګو برید کوونکو ځینو جګپوړو افغان چارواکو ته ځانونه رسولي، او پر هغوی یې برید کړی دی.

تر ټولو تازه پېښه د تېر دسمبر پر شپږمه په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت پر رییس اسدالله خالد ځانمرګی برید و، چې سخت یې ټپي کړ.

اسدالله خالد دا مهال په امریکا کې تر درملنې لاندې دی.

او تر هغه مخکې، د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر پر ۱۹مه د طالبانو د سولې د یوه استازي په پلمه یوه بل ځانوژونکي د سولې د عالي شورا د مخکني رییس برهان الدین تر کوره ځان رسولی و، چې د ستړي ماشې پرمهال یې ځان وچووه او هغه یې وواژه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .