سترې محکمې د پاکستاني لومړي وزیر د نیولو امر کړی

د خپريدو وخت: 10:47 گرینویچ - سه شنبه 15 جنوري 2013 - 26 مرغومی 1391
راجا پرویز اشرف

ښاغلي اشرف دغه تور رد کړی، او وايي، هغه مهال چې د برېښنا او اوبو وزیر و، د برېښنا د پروژې په فساد کې یې هېڅ راز لاس نه درلود.

د پاکستان سترې محکمې د برېښنا په یوه قرارداد کې د راجا پروېز اشرف د ښکېلتیا له کبله د هغه د نیولو امر کړی دی.

محکمې پر ښاغلي اشرف سربېره، د فساد په دې قضیه کې د ۱۵ نورو ښکېلو کسانو د نیولو امر هم کړی دی.

سترې محکمې ویلي، چې دغه قرارداد په ۲۰۱۰ کال کې هغه مهال شوی، چې ښاغلی اشرف د اوبو او برېښنا وزیر و.

د سترې محکمې رییس افتخار محمد چوهدري ویلي، چې تورن کسان باید د څلورویشتو ساعتونو د ننه ونیول شي.

ښاغلي اشرف دغه تور رد کړی، او وايي، هغه مهال چې د برېښنا او اوبو وزیر و، د برېښنا د پروژې په فساد کې یې هېڅ راز لاس نه درلود.

د فساد په دغه قضیه کې سترې محکمې د اوبو او برېښنا د وزارت یو مخکنی صوبايي وزیرلیاقت جتوي او د مالیې مخکنی وزیر شوکت ترین هم ښکېل بللي دي.

سترې محکمې ویلي، که چېرې تورن کسان له هېواده د بهر تښتېدو هڅه کوي، باید مخه یې ونیوله شي.

راچا پروېز اشرف د تېر ۲۰۱۲ کال په جون کې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

شنونکي وايي، شاید دغه تور له واکه د ښاغلي اشرف د لیرې کېدا لامل وګرځي.

سترې محکمې دا امر داسې مهال کړی، چې په اسلام اباد کې د صوفي عالم طاهرالقادري زرګونو پلویانو په پاکستاني حکومت کې د فساد ضد لاریون کړی.

لاریون کوونکي د حکومت د استعفا غوښتنه کوي.

د پاکستاني تلوېزیونونو د لاریون کوونکو هغه انځورنه خپاره کړي، چې د سترې محکمې ددغه امر په اورېدو سره یې خوښۍ کړې دي.

د لومړي وزیر او نورو چارواکو د نیولو له دې خبر سره د کراچۍ د ونډو بازار په سلو کې نژدې درې رالوېدلی دی.

پانګه والو هم د سیاسي بې ثباتۍ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د تېر ۲۰۱۲ کال په اپریل کې مخکنی لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني هم د سترې محکمې له خوا لیرې کړای شو.

سترې محکمې وویل، چې نوموړی په دې کې پاتې راغلی، چې د ولسمشر اصف علي زرداري له خوا د مالي فساد په قضیه کې د سویس چارواکو ته د توضیحاتو ترلاسه کولو لپاره لیک واستوي او ددغې قضیې پلټنه وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .