الجزایر کې برمته شوي کسان وژل شوي دي

د خپريدو وخت: 21:16 گرینویچ - پنجشنبه 17 جنوري 2013 - 28 مرغومی 1391
ان امیناس

څو ساعته وړاندې د الجزاير چارواکو وویل امنيتي ځواکونو د "ان امیناس" د ګازو کار ځای محاصره کړی او په سيمه کې شا وخوا شل کسان د بريدګرو په ولکه کې دي.

د الجزایر چارواکو تایيد کړې چې هغه بهرني برمته شوي کسان چې د اسلامپالو اورپکو له خوا برمته شوي وو وژل شوي دي. ویل کېږي چې دغه کسان په پوځي عملیاتو کې وژل شوي.

دغه کسان د چهار شنبې په ورځ د ګازو د ایستلو په یوه کارخانه کې برمته شوي وو.

څو ساعته وړاندې د الجزاير چارواکو وویل امنيتي ځواکونو د "ان امیناس" د ګازو کار ځای محاصره کړی او په سيمه کې شا وخوا شل کسان د بريدګرو په ولکه کې دي.

خو په يوې وينا پاڼې کې چې ظاهرا" له القاعدې سره د تړلې يوې ډلې لخوا خپره شوې، د برمته شويو شمېر ٤١ تنه ښوول شوى و.

د الجزایر رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د پنجشنبې په ورځ یو شمېر کارکوونکي له کارځایه په تېښته بریالي شوي دي.

يرغمل شویو کې د جاپاني، برتانوي او امريکايي اتباعو شتون تایید شوی وو.

د الجزایر د مخابراتو وزیر محمد السعید مخکې ویلي وو، چې ''د تښتول شویو د خوشي کېدو لپاره عملیات پای ته رسېدلي.'' چې په وینا یې له بده مرغه تښتول شوي وژل شوي دي.

دغه وزیر زیاتوي، چې ګڼ سخت دریځي په دغو عملیات کې وژل شوي دي.

السعید دا هم ویلي چې ''د الجزایر د پوځ په دغو عملیات کې د وژل شویو دقیقه شمېره په لاس کې نه لرو، خو په عملیاتو کې ځینې تښتول شوي خوشي شوي دي، چې بهرنیان او د الجزایر وګړي هم په کې دي.''

د الجزایر خبري رسنۍ ویلي ''د الجزایر پوځ د تېرې پنجشنبې په ورځ څلور تښتول شوي ازاد کړل، چې په دوی کې دوه د سکاټلنډ، یو فرانسوی او بل د کینیا وګړي وو.''

"د سخت دريځو له قوله ویل شوي، چې تر ۳۴ ډېر تښتول شوي وژل شوي. "

د ایرلنډ حکومت ویلي، چې په خوشي شویو کې یو د دوی وګړی دی.

ځینې نور رپوټونه بیا وايي، چې ''په دغو عملیاتو کې ۶۰۰ نور الجزایري کار کوونکي هم خوشي شوي دي.''

د الجزایر تلوېزیون ویلي، څلور تښتول شوي بهرنیان وژل شوي، چې دوه په کې برتانویان او دوه د فلیپين اوسېدونکي دي.

تلوېزیون د طبي سرچینو په حواله ویلي، چې ۱۳ نور تښتول شوي په دغو عملیاتو کې ټپیان شوي، چې اووه یې بهرنیان دي.

د سخت دريځو له قوله ویل شوي، چې تر ۳۴ ډېر تښتول شوي وژل شوي.

دوی د ۱۴ تښتوونکو د وژل کېدا خبره هم منلې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .