د ډیلي د زبرزنا قضیه عاجلې محکمې ته واستول شوه

د خپريدو وخت: 17:52 گرینویچ - پنجشنبه 17 جنوري 2013 - 28 مرغومی 1391

د خلکو له کلکو اعتراضونو وروسته حکومت ژمنه وکړه چې د جنسي تېري ټولې قضیې به په عاجله محکمه کې څېړل کېږي

د هند په ډیلي ښار کې پر ۲۳ کلنې نجلۍ د جنسي تېري پنځو تورنو کسانو قضیه د څېړلو لپاره بېړنیزې محکمې ته وړاندې شوه.

وکیلان وايي د قضیې څېړل به د دوشنبې په ورځ پیل شي.

شپږم تورن کس چې عمر یې ۱۷ کاله بلل کېږي، په اړه یې ویل کېږي، که ثابته شوه چې رښتیا یې عمر کم دی، د ځوانانو په یوه جلا محکمه کې به محاکمه شي.

د ډسمبر په ۱۶ نېټه ۲۳ کلنه نجلۍ په یوه ګاډي کې د ډله ییز جنسي تېري ښکار شوه چې د سنګاپور په روغتون کې یې ساه ورکړه.

پر ۲۳ کلنې نجلۍ د جنسي تېري دغې قضیې ټول هندوستان ولړزاوه او له ښځو سره د چلند په اړه یې یو لړ بحثونه را پورته کړل.

د خلکو له کلکو اعتراضونو وروسته حکومت ژمنه وکړه چې د جنسي تېري دا او نورې ټولې قضیې به په عاجله محکمه کې څېړل کېږي.

حکومت اعلان وکړ چې په راتلونکو اوونیو کې به په ډیلي کې شپږ عاجلې محکمې پرانیزي، چې له ښځو سره د بد چلند قضیې په کې ژر وڅېړل شي.

"د هند حکومت اعلان کړی چې په راتلونکو اوونیو کې به په ډیلي کې شپږ عاجلې محکمې پرانیزي"

کله نا کله په هند کې د ځینو قضیو محکمې کلونه وخت نیسي.

خو د تورنو کسانو له ډلې نه د رام سنګ نومي کس مدافع وکیل وايي دغه قضیه باید له ډیلي نه بهر ته واستول شي، ځکه د ده په ګومان کېدای شي چې دلته سمه و نه څېړل شي. دی وايي په دې اړه به عریضه کوي.

تېره اوونۍ د تورنو کسانو یو بل مدافع وکیل وویل چې تورن کسان وهل ټکول شوي او په زوره ترې اقرار اخیستل شوی دی. خو چارواکو په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

د هند پلازمېنه ډیلی، چې د شاو خوا ۲۰ ميليونو وګړو ټاټوبی دی په دغه هېواد کې د جنسي تېري تر ټولو لوړه کچه لري.

په ۲۰۱۲ م کال کې دغه ښار کې د جنسي تېري څه د پاسه ۶۰۰ پېښې ثبت شوې او له همدې امله د یو شمېر کسانو لخوا د "زبرزنا پلازمېنه" بلل کېږي، خو دا د دغې پېښې بوږنونکې بڼه وه چې د نړېوالو پام یې ځان ته واړاوه او د هندیانو غوسه يې را وپاروله، چې تورنو ته د مرګ د سزا له غوښتنې سره لارو او کوڅو ته ور مات شول.

تېري کوونکو ته د مرګ سزا

پر ۲۳ کلنې محصلې ترهونکي جنسي تيري ته په غبرګون کې هندی ولس په قانون کې د زبرزنا مجرمینو ته د اعدام سزا غواړي چې د دغې ناوړې کړنې مخنیوی وشي.

"د هند د چارو څېړونکي وایي قربانیان له پولیسو د ډار او په ټولنه کې د شرم او نوم بدوالي له امله شکایت لپاره پولیسو ته نه ورځي"

خو کار پوهان په دې باور دي چې د حل لاره مجرمینو ته د مرګ سزا نه بلکې د اغیزمن قضایي نظام او د پولیسو کارندهّ سیستم رامنځته کول دي.

کله نا کله په هند کې د ځینو قضیو محکمې کلونه وخت نیسي.

داسې بېلګې شته چې پولیسو د زبرزنا په تړاو د شکایتونو د ثبتولو لپاره د قربانیانو له کورنیو نه بډې غوښتي او هغه پیښې چې محکمې ته تللي هم دي په ډېره سختۍ د تورنو ښایي یوازې څلورمه برخه پړهّ خېږول شوي وي.

د اعدام د سزا مخالفین وایي که پولیس شکایتونه په سمه توګه ثبت او بې پرې پلټنې ترسره کړي، قضا سم قضاوت وکړي او مجرمینو ته د عمري بند سزا واورول شي د زبر زنا پېښې به په پام وړ کچه کمې شي.

دوی همداراز استدلال کوي که چېرې جنسي تیري لپاره د مر‍ګ سزا غوره شي نو ښایي قرباني به یې بیا بېګنا کسان وي چې د ځان د دفاع وس نه لري او ځواکمن به پرېښوول کېږي.

د اعدام د سزا د مخالفينو ټینګار پر عمري بند دی چې په کې په ضمانت د خوشې کېدو شونتیا نه وي.

دوی استدلال کوي چې دلته د بې ګناه وګړو د ګرم پېژندنې شونتیا شته او د عمري بند په حالت کې که یو بې ګناه کس د یوهّ ځواکمن لپاره د قربانۍ وزګړی ګرځول شوی هم وي، بيا هم د ناسم عدالت د سمولو لاره شته خو د مرګ سزا دا امکان له ګوتو وباسي.

خو ډېر ژر به ولیدل شي چې د دغې ۲۳ کلنې محصلې بوږنونکې مړینه به په هند کې د جنسي تیري له نورو قربانیانو سره د نیاو په برخه کې څومره مرسته وکړي.پنځه تنه له ٢٣ کلنې محصلي سره په زبر زنا او د هغې په وژنې رسما" تورن شوي. دغې پېښې پراخ غبرگونونه را وپارول او حکومت اړ شو د جنسي تيريو پېښې ځانگړو محکمو ته وسپارې چې په اړه يې په چټکه پرېکړې وشي. همداراز د جنسي تېريو د قوانينو په لا سختولو هم غور کيږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .