اوباما د وسلو د کنټرول لپاره پراخ وړاندیزونه کړي

د خپريدو وخت: 06:19 گرینویچ - پنجشنبه 17 جنوري 2013 - 28 مرغومی 1391

د وسلو د پېر او پلور پلويان وايي ولسمشر د وسلو د ساتنې پر هغه حق تېرى کوي چې اساسي قانون خلکو ته ورکړى.

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په امريکا کې د وسلو کارولو له امله د رامنځ ته کېدونکي تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره پراخ وړانديزونه کړي.

ولسمشر اوباما په داسې حال کې چې تېره مياشت په کونېکټیکټ ایالت کې د وژل شويو ماشومانو خپل خپلوان يې څنګ ته ولاړ وو وويل، په ښوونځي کې د ټولوژنې د رامنځ ته شوې پېښې له مهاله راهيسې تر اوسه شا و خوا ۹۰۰ امريکايان د ټوپک په ډزو وژل شوي او دا وينه توېدنه بايد ودرول شي.

د ښاغلي اوباما په وړانديز کې، چې په کانګریس کې به له ټينگ مخالفت سره مخامخ شي، پر يرغليزو وسلو او د لوړې وړتيا پر ججورو د بنديز او د وسلو د رانيونکو د مخينې د سختې ارزونې غوښتنه شوې ده.

د وسلو د پېر او پلور پلويان وايي ولسمشر د وسلو د ساتنې پر هغه حق تېرى کوي چې اساسي قانون خلکو ته ورکړى.

خو ښاغلی اوباما وايي وسله لرونکي يو معنالرونکی قانون غواړي:

"زه دا باور هم لرم چې د وسلو ډېر مالکان له دې سره موافق دي سره له دې چې د يو څو قانون ماتوونکو له خوا په لويه کچه د بشري زيان رسولو مخنيوی ته په پام سره موږ د وسلو په اړه د دويم قانوني تعديل درناوی کوو. که د خطرناکو کسانو له لاسونو څخه وسلې لرې وساتل شي د نيو ټاون په څېر پېښې به ډېرې نه رامنځته کېږي."

"ولسمشر اوباما په امریکا کې د وسلو د کنټرول هلې ځلې له هغه وروسته پیل کړي چې د کونېکټیکټ ایالت په یوه لومړني ښوونځي کې یوه وسله وال په ډله ییزه توګه ۲۰ ماشومان او ۶ لویان ووژل."

ولسمشر بارک اوباما د تېرې میاشتې په وروستیو کې له خپل مرستیال جوبایډن نه غوښتنه وکړه چې تر یوې میاشتې پورې د وسله وال تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره پاخه وړاندیزونه وکړي.

ولسمشر اوباما په امریکا کې د وسلو د کنټرول هلې ځلې له هغه وروسته پیل کړي چې د کونېکټیکټ ایالت په یوه لومړني ښوونځي کې یوه وسله وال په ډله ییزه توګه ۲۰ ماشومان او ۶ لویان ووژل.

ولسمشر اوباما هغه مهال وویل، خپل ټول وس به وکړي چې دې ستونزې ته د حل لاره ومومي او په دې چاره کې د امریکایانو ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلی بایډن ته دنده سپارل شوې وه، چې د یوې کاري ډلې مشري به کوي چې د وسلو د کنټرول، او د روحي ستونزو د درملنې په ګډون یو لړ ستونزې هوارې کړي.

ښاغلي اوباما ویلي و د وسله وال تاوتریخوالی مخنیوی یوه پیچلې موضوع ده خو دا باید د څه نه کولو لپاره یوه پلمه نه وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .