د پاکستان حکومت ته د مخالف مشر نوی ضرب الاجل

د خپريدو وخت: 09:52 گرینویچ - پنجشنبه 17 جنوري 2013 - 28 مرغومی 1391

په داسې حال کې، چې ګڼ باران اورېده طاهرالقادري خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، چې حکومت ته د پنجشنبې د ورځې تر درې بجو پورې وخت ورکوي.

پاکستاني مذهبي عالم طاهرالقادري حکومت ته د خبرو اترو لپاره یو نوی ضرب الاجل ټاکلی. د نوموړي په خبره نن پنجشنبه ( جنوري ۱۷) د نوموړي د پلویانو د روان حکومت ضد احتجاج وروستۍ نېټه ده.

د پلازمېنې اسلام اباد په (ډي) څلور لارې سیمه کې، چې د دغه هېواد د پارلمان ودانۍ ته څېرمه موقعیت لري، د نوموړي زرګونه پلویان له تېرو دریو ورځو راهیسې د حکومت ضد احتجاج لپاره یو ځای شوي دي.

په داسې حال کې، چې ګڼ باران اورېده طاهرالقادري خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، چې حکومت ته د پنجشنبې د ورځې تر درې بجو پورې وخت ورکوي.

د نوموړي په خبره له ماښامه مخکې باید دغه شخړه پای ته ورسېږي او که د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له ده سره د خبرو اترو لپاره حاضر نه شي، نو د ده په خبره د امنیت وروستی فرصت به هم له لاسه ورکړي.

"د بي بي سي ځايي خبریال وايي نن ګهیځ وختي د احتجاج کوونکو او پارلمان د ودانۍ تر منځ خنډونه ځای پر ځای شول او په اوښکې بهوونکی ګاز سمبال پولیسو شمېر زیات شو، چې وېره ترهه هم ورسره زیاته شوه."

بل لور ته په داسې حال کې، چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي، امنیتي ځواکونه به د زور له لارې د احتجاج کوونکو له خپرولو ډډه وکړی، خو ویل کېږي د غونډې په ځای کې حالت له تاو تریخوالی ډک معلومېږي.

د بي بي سي ځايي خبریال وايي نن ګهیځ وختي د احتجاج کوونکو او پارلمان د ودانۍ تر منځ خنډونه ځای پر ځای شول او په اوښکې بهوونکی ګاز سمبال پولیسو شمېر زیات شو، چې وېره ترهه هم ورسره زیاته شوه.

په رپوټ کې د احتجاج کوونکو له قوله ویل شوي، چې دوی غواړي حکومت له طاهر القادري سره خبرې اترې وکړي او دا کار باید ډېر مخکې شوی وای، خو د دوی په وینا د غوښتنو د منل کېدو تر مهاله به د غونډې په ځای کې پاتې شي. د طاهر القادري له خوا حکومت ته ورکړل شوی دویم ضرب الاجل د چهارشنبې په شپه پای ته ورسېد.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .