سوري پوځيانو د بلجیم یو خبریال وژلی

د خپريدو وخت: 06:40 گرینویچ - جمعه 18 جنوري 2013 - 29 مرغومی 1391

تېر کال په سوریه کې د روانې جګړې پرمهال ۲۸ خبریالان ووژل شول.

د سوریې طبي سرچینو ویلي، چې د بلجیم یو خبریال د سوري ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.

دغه بلجیمی خبریال د سوریې په شمالي حلب ښار کې هغه مهال ووژل شو، چې د مرکزي زندان د وانۍ پر سر پوځيانو ډزې پرې وکړې.

ایف دیبای له تېرې اتیایمې لسیزې راهیسې د جګړې له ډګره رپوټونه ورکول، چې په لبنان، خلیج، یوګسلاویا او افغانستان کې یې هم د خبریالۍ کارونه کړي دي.

تېر کال په سوریه کې د روانې جګړې پرمهال ۲۸ خبریالان ووژل شول، چې په تېر ۲۰۱۲ کال کې د نړۍ په کچه سوریه د خبریالانو لپاره تر ټولو ډېر خطرناک ځای بلل شوی وی.

د سوریې د ازادو خبریالانو ټولنې په یوه وروستي راپور کې ویلي وو، چې دوی په هېواد کې د ۱۳ خبریالانو د وژل کېدو راپور چمتو کړی، چې لس په کې د سوري پوځيانو په لاس وژل شوي او درې نور د نورو وسله والو ډلو له خوا.

بل خوا، دغې ټولنې ویلي، چې په وروستیو کې ګڼ خبریالان نیول شوي او بندیان شوي هم دي.

یاماموتو له سیمې د جګړې او نښتو رپوټونه ورکول.

دا پېښې تر ډېره په دمشق، دیرالزور، ادلب، حلب او حمص ښارونو کې شوې دي.

په تېر اګست کې جاپان ویلي وو چې په سوریه کې یې یوه خبریاله میکا یاماموتو له حلب ښاره د جګړو او نښتو راپورونو ورکولو پرمهال وژل شوې ده.

۴۵ کلنې یاماموتو د توکیو مېشتې جاپانۍ خبري رسنۍ پرېس نیوز سره کار کاوه.

وړاندې رپوټونو ویلي وو چې سوریه کې یوه اسیایي خبریاله په ډزو وژل شوې ده، خو بیا وروسته په ډاګه شوه، چې وژل شوې جاپانۍ خبریاله ده.

په سوریه کې تر دې وړاندې د سنډې ټایمز امریکايي راپور ورکوونکې ماري کالوین، او فرانسوی عکاس ریمي اوکلیک په تېره فبرورۍ کې په حمص ښار کې ووژل شول.

او په تېره جنورۍ کې د فرانسوي تلوېزیون یو خبریال ګیلز جاویر هم په حمص ښار کې هغه مهال ووژل شو چې د حکومت له لوري په یوه پلان شوي سفر کې حمص ته روان و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .