د لومړي وزیر د دوسیې څېړونکی افسر وژل شوی

د خپريدو وخت: 11:05 گرینویچ - جمعه 18 جنوري 2013 - 29 مرغومی 1391
د وژل شوي افسر مړی

دغه افسر د اسلام اباد په یوه هاسټل کې مړ موندل شوی

پاکستاني چارواکو ویلي، د لومړي وزیر راجا پروېز اشرف د فساد د دوسیې یو څېړونکی افسر په هاسټل کې مړ موندل شوی دی.

د کامران فیصل مړی، په یوه حکومتي هاسټل یا لیلیه کې د هغه په خپله خونه کې موندل شوی دی.

نوموړی په دغه خونه کې له خپلو هغو ملګرو سره اوسېده، چې د فساد پرضد مبارزه کې یې کار کاوه.

راپورونه وايي، چې د هغه مړی ځوړند موندل شوی چې چارواکي د ځانوژنې شک پرې کوي.

پر لومړي وزیر د بډو اخیستنې تور دی.

د روانې اوونۍ په سر کې د پاکستان سترې محکمې د لومړي وزیر د نیولو امر کړی و، خو د فساد پرضد د عالي ادارې پلټونکي مشر ویلي وو، چې د لومړي وزیر پرضد کافي شواهد نه شته.

تېره اوونۍ د پاکستان سترې محکمې لومړی وزیر راجا پروېز اشرف د اوبو او برېښنا د وزیر په توګه د خپل وزارت د واکمنۍ پرمهال په بډو تورن او د نیولو امر یې کړی و، خو نوموړي دا تور رد کړی و.

د اسلام اباد د پولیسو یوه مشر باني امین ویلي "موږ ددغې تازه پېښې هر اړخیزه پلټنه پيل کړې ده... د مړي په اړه د عدلي طب تر ازموینې وروسته به موږ خپل نظر څرګند کړو."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .