د ۶۸ سنټو په غلا ۲۰ کاله بندي شول

د خپريدو وخت: 06:25 گرینویچ - جمعه 18 جنوري 2013 - 29 مرغومی 1391

پر دوی دا حکم د درېیو پرله پسې غلاوو په پایله کې شوی دی.

په امریکا کې دوه غله، د ۶۸ سنټونو په غلا په ۲۰ کاله بند محکوم شول.

د کویت "القبس" ورځپاڼې د امریکايي سرچینو په حواله ویلي، چې دا پېښه د امریکا ټکساس ایالت په بکسار سیمه کې شوې ده.

ورځپاڼه وايي، د بیکسار سیمې قاضي رایمونډ انجیلیني پر ۱۹ کلن راین هیرا او رامولوو هیرنانذیز د غلا له کبله د ۲۰ کاله بند حکم وکړ.

پر دوی دا حکم د درېیو پرله پسې غلاوو په پایله کې شوی دی.

پولیسو ویلي، چې له دغو غلو سره یې دوې تومانچې او ۶۸ غلا شوي سنټه هم نیلولي دي.

پولیس وايي، غلو غوښتل، چې د موټر په مخکې تېرېدونکې ښځه هم ولوټي.

وايي، په ښځه یې ډزې کړې خو تر تېښتې مخکې ونیول شول.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .