د چاپیریال د خوندیتوب لپاره هوکړه شوې

د خپريدو وخت: 12:47 گرینویچ - شنبه‬ 19 جنوري 2013 - 30 مرغومی 1391

چاپېریال کې د مرکري ګډون د څو ډوله صنعتي فعالیتونو له امله رامنځ ته کېږي.

د مرکري (سیماب، پارې) له امله د چاپېریال د ککړتیا د کچې ټیټولو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې په نوښت تر سره شویو خبرو اترو کې په یو لړ اصولو هوکړه شوې.

دې لړ کې جینوا کې خبرې اترې وشوې، چې په کې ۱۴۶ هېوادونو له دې برخه کې رضایت څرګند کړی.

د دې هېوادونو استازو د داسې فلزونو د کارولو د کنټرول په لړ کې پر اقدام کولو هوکړه کړې، چې له امله به یې د چاپیریال په ککړتیا کې لږوالی رامنځ ته شي.

د دې کنوانسیون له مخې به د مرکري په کارولو او سوداګرۍ کې کنترول رامنځ ته شی. په وروستیو کې ملګرو ملتونو په دې اړه ځینې شمېرې خپرې کړې، چې له مخې یې په یو شمېر پرمختلونکو هېوادونو کې د مرکري په استخراج کې ډېروالی رامنځ ته شوی.

له کرۍ شپې بحث وروسته استازي قانع شول، چې په دې لړ کې پر یو شمېر اصولو هوکړه وکړي.

د ملګرو ملتونو د چاپېریال د خوندیتوب پروګرام ویندوی نک نټال ويلي:

"د دې لپاره چې نړۍ د روغتیا لپاره د زیانمونکي فلز د خطر مخه ونیوله شي، د جنورۍ په ۱۹ ګهیځ یوه هوکړه وشوه. هغه اصول چې پرې هوکړه شوې، د منامتا کنوانسیون نوم به ورکړل شي. منامتا د جاپان د یوه ښار نوم دی، چې په کې د دهمدې فلز د زهرجنو مادو له امله بوږنوونکې پېښه رامنځ ته شوې وه."

غړي هېوادونه باید د دې هوکړې پر مسودې د روان کال تر پایه لاسلیک وکړي او د دې لپاره به یو دیپلوماتیک کنفرانس راوبلل شي.

"چاپېریال کې د مرکري ګډون د څو ډوله صنعتي فعالیتونو له امله رامنځ ته کېږي. د کان کېندنې، فلزاتو او سیمټ جوړولو او دغه راز د سون موادو د سوځلو له امله مرکري په هوا کې خپریږي."

مرکري د چاپیریال د ککړتیا له مهمو سببونو څخه یو دی. دغه فلز د بشري روغتیا لپاره دومره زیانمونکی دی، چې له امله یې د انسان عصبي سیسټم په بشپړ ډول ګډوډېږي.

چاپېریال کې د مرکري ګډون د څو ډوله صنعتي فعالیتونو له امله رامنځ ته کېږي. د کان کېندنې، فلزاتو او سیمټ جوړولو او دغه راز د سون موادو د سوځل کېدو له امله مرکري په هوا کې خپریږي.

یو ځل په فضا کې له خپرېدو وروسته ژر له منځه نه ځي او د اوبو، خاورې او هوا لارې هر لور ته خپریږي. د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو ایچ او مسوولین وايي مرکري د بشري روغتیا لپاره ډېر مضره ماده ده:

"دا د مېندو د رحم او له زېږېدو وروسته د ماشومانو د ودې مخه نیسې."

د ساه اخیستو له لارې د انسان وجود ته د دې مادې ننوتل ډېر زیانمونکي دي او له امله یې د عصبي نظام د ګډوډېدو احتمال رامنځ ته کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .