صوفیه حق له نړۍ سترګې پټې کړې

د خپريدو وخت: 07:17 گرینویچ - شنبه‬ 19 جنوري 2013 - 30 مرغومی 1391

صوفیه تر اوو کلونو پورې د ایم ټي وي خپرونوکوربنه وه، چې له امله یې ډېر شهرت وموند.

د موسیقي د مشهور نړیوال کانال (ایم ټي وي) مشهورې کوربنې صوفیه حق د ۴۱ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

د پروسږ کال په پای کې ډاکټرانو وویل، چې نوموړې د سرطان په ناروغۍ اخته ده. صوفیه په دا وروستیو کې د نمونیا (سکاروي) په ناروغۍ هم اخته شوه او ویل کېږي، چې په سږو کې یې وینه یوځای شوې وه.

نوموړې تر اوو کلونو پورې د ایم ټي وي خپرونوکوربنه وه، چې له امله یې ډېر شهرت وموند. هغه ښه نڅاګره او سندرغاړې هم وه.

صوفیا په ۱۹۹۷ کال کې ممبۍ ښار ته لاړه او د بالي ووډ په یو شمېر فلمونو کې یې رول ولوباوه. په ۲۰۰۲ کال کې هغه یو ځل بیا برتانیا ته ستنه شوه او د اینډریو لاییډ وېبر په (بومبې ډریمز) نومي ډرامې کې یې رول ولوباوه.

صوفیه له خپل ملګري موسیقار ډېوډ وایټ سره په په لندن کې اوسېده. دواړو غوښتل هاوس بوټ جوړ کړي، چې صوفیا ناروغه شوه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .