اشابهونسلې: هېڅکله پاکستان ته نه ځم

د خپريدو وخت: 08:05 گرینویچ - 20 جنوري 2013 - 01 سلواغه 1391

چمتو یم د خپل هنر څرګندولو لپاره د نړۍ هر ګوټ ته سفر وکړم، خو هېڅ کله به پاکستان ته سفر و نه کړم. اشابهونسلې

د هند او پاکستان تر منځ د ترینګلو خپل منځي اړیکو اغېز د دواړو هېوادونو د هنرمندانو په څرګندونو او فعالیتونو کې هم لیدل کېږي.

د هند مشهورې سندرغاړې اشا بهونسلې ویلي، چې زه د سندرو ویلو لپاره هېڅکله پاکستان ته نه ځم. د نوموړې په وینا غواړم په خپل هېواد کې سندرې ووایم. د هغې په خبره چمتو ده د خپل هنر څرګندولو لپاره د نړۍ هر ګوټ ته سفر وکړي، خو هېڅ کله به پاکستان ته سفر و نه کړي.

د اشا بهونسلې دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راغلې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ترینګلو خپل منځې اړیکو له امله هند کې د پاکستاني سندرغاړي علي ظفر یو کنسرت لغو شو.

مرستندوی سلمان خان

د مشهور فلمي ستوري سلمان خان په هکله ویل کېږي، چې له خلکو سره مرستې کولو ته تل لیوال وي.

بل لور ته د بالیووډ د مشهور فلمي ستوري سلمان خان په هکله ویل کېږي، چې له خلکو سره مرستې کولو ته تل لیوال وي. تېره اوونۍ هندي رسنیو رپوټونه خپاره کړل، چې د فلمي لوبغاړې انترا مالي پلار او فوټو ګرافر جګدېش مالي د ممبۍ پر یوه سړک په خورا بد حال کې ولېدل شو. په همدې حال کې د فلمې لوبغاړي منګ سنګ سترګې پرې ولګېدې.

منګ سنګ یو شمېر فلمي شخصیتونو ته سملاسي زنګ وواهه، خو ویل کېږي، چې تر ټولو لومړی سلمان خان خپل ګاډی سیمې ته واستاوه او جګدېش مالي یې روغتون ته ولېږداوه. جګدېش مالي خورا نامتو فېشن فوټوګرافر و، خو ویل کېږي، چې اوس یې ذهني حالت ښه نه دی.

د نوموړي د کورنۍ غړي لومړی خو چمتو نه وو، چې ومني جګدېش په ذهني توګه نورمال نه دی او دا چې له څو ورځو راهیسې کور ته نه دی تللی، خو د رسنیو له پرله پسې فشاره وروسته یې ومنله او ادعا یې وکړه، چې د هغه درملنه کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .