الجزایر: د بې درکه کسانو لټون دوام لري

د خپريدو وخت: 08:24 گرینویچ - دوشنبه 21 جنوري 2013 - 02 سلواغه 1391

د پنجشنبې په ورځ ځانګړو الجزایري ځواکونو هغه مهال په دغه ځای کې پوځي عملیات پیل کړل، چې د چارواکو په وینا برید کوونکو د یرغمل شویو کسانو وژنه پیل کړه.

د الجزایر په شمالي سارايي سیمه کې د ‌‌طبیعي ګازو په کارځای (ان امیناس) کې د سخت دریځو په ضد د پوځي عملیاتو له پای ته رسېدو دوې ورځې وروسته هم لټون دوام لري او ویل کېږي، چې اوس هم نژدې ۲۰ کسه بهرني یرغمل شوي کسان بې درکه دي.

بې درکه کسان د جاپان، ناروې برتانیا، امریکا، او مالیزیا اتباع دي.

د یکشنبې په ورځ له کارځای څخه د ۲۰ کسانو جسدونه موندل شوي دي. موندل شوي جسدونه په خورا بد حالت کې دي او دا معلومول ګران دي، چې دغه وژل شوي کسان یرغمل نیوونکي کې دي او که یرغمل کسان دي.

په یاده پېښه کې تر اوسه د ۸۰ کسانو وژل کېدل تایید شوي او د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې له وژل شویو کسانو څخه ۴۸ یرغمل شوي کسان دي.

د تېرې چهار شنبې په ورځ پر یاد کار ځای یوه ډله بریدګرو برید وکړ او په دغه ځای کې یې پر کار بوخت لسګونه بهرني او ځايي کارکوونکي یرغمل ونیول.

د پنجشنبې په ورځ ځانګړو الجزایري ځواکونو هغه مهال په دغه ځای کې پوځي عملیات پیل کړل، چې د چارواکو په وینا برید کوونکو د یرغمل شویو کسانو وژنه پیل کړه.

"د تېرې چهار شنبې په ورځ پر یاد کار ځای یوه ډله بریدګرو برید وکړ او په دغه ځای کې یې پر کار بوخت لسګونه بهرني او ځايي کارکوونکي یرغمل ونیول."

دغه عملیات د شنبې په ورځ پای ته ورسېدل او چارواکو د ۳۲ بریدګرو او ۲۳ یرغمل شویو کسانو وژل کېدل تایید کړل، خو لا هم یو شمېر یرغمل شوي کسان بې درکه وو.

د یوه ځايي ټلویزیون (النهار) په رپوټ کې ویل شوي، چې له پوځي عملیاتو وروسته امنیتي ځواکونو په کار ځای کې د ماینونو د لټون پر مهال د ۲۵ نورو یرغمل شویو کسانو جسدونه موندلي دي.

په رپوټونو کې ویل شوي، چې د یکشنبې په ورځ د ان امیناس د ګازو په کار ځای د برید په تړاو پنځه کسه سخت دریځي نیول شوي دي.

د موریتانیا په خبري ویب پاڼه کې د سخت دریځي مشر مختاربالمختار یو ویډیويي پیغام خپور شوی، چې په کې نوموړي د دغه برید مسسولیت منلی.

په ویډیويي پیغام کې نوموړي په مالي کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي عملیاتو پای ته رسولو غوښتنه کړې. دغه راز نوموړی له القاعده سره د خپل تړاو په اړه هم اعلان کړی.

بالمختار تر پروسږ کاله د مالي د سخت دریځي سازمان (اې کیو ایم ای) قومندان و. د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د برتانیې لومړي وزیر ډېوډ کامرون د یرغمل شویو کسانو د وژل کېدو پړه پر سخت دریځو اچولې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .